د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا: طالبانو د پلاوي سفر مونږ پورې اړه نلري


د طالبانو د پخواني مشر د مرګ د اعلان وروسته دا پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر د چارواکوپه رسمي ډول اعلان شوی لومړی سفر دی.
د طالبانو د پخواني مشر د مرګ د اعلان وروسته دا پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر د چارواکوپه رسمي ډول اعلان شوی لومړی سفر دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا، مرستیال مولوي عبدالخبیر وچقوند، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د پاکستان مرکز اسلام اباد ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي د سفر په باب بې خبري وښوده او ویې ویل چې داسفر دغې شورا پورې اړه نه لري.

مولوي اوچقوند وویل " د افغانستان د اسلامي دولت جمهوررئیس د دوشنبې په ورځ ملي شورا ته په ویناء کې د سولې د بهیر په برخه کې د پاکستان په صداقت شک او بې باوري څرګنده کړه ، افغانستان غوښتل د یوې قوي ډیپلوماسۍ له لارې پاکستان منزوي کړي او پاکستان هم د کابل د وروستي برید څخه پس د عمومي افکار تر اغیز لاندې وه، پاکستان غواړي له انروا څخه راووځي".

د افغانستان د سولې عالي شورا، مرستیال وویل، چې ترکومه چې دې فکر کوي اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر به د پاکستان د منزوي کیدو په مخنیوي کې مرسته ونه کړي.

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې اسلام اباد ته د خپل د قطر د دفتر د پلاوي د سفر هدف پاکستاني چارواکو سره په دغه هیواد کې د میشتو افغان مهاجرینو په ستونزو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لانجو او په پاکستان کې طالبانو د بندیانو په سر خبرې ښودلي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په دې هکله په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند ډاکټر محمد نعیم یو بیان استولی چې په کې ویل شوي چې دا سفر د طالبانو د مشرتابه په غوښتنه شوی دی.

ډاکټر نعیم په دغه لنډ بیان کې ویلي " د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر پتیلې چې اسلام اباد ته یو لوړ رتبه پلا وی و لیږي، دې پلاوي ته د اسلامي امارت د محترم مشرتابه له خوا دنده سپارل شوې چې د پاکستان حکومت له چارواکوسره په هغه هیواد کې د میشتو مهاجرو په ستونزو، په ځینو سرحدي سیمو کې په یو لړ مشکلاتو او په خاص ډول د محترم ملابرادر اخوند او یو شمیر نورو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي ".

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند هیله ښودلې چې دا سفر به ګټور سفر وي.

افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د دغه پلاوي د سفر په باب بې خبري ښودلې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ سره په خبرو کې د دغې پلاوي په سفر د څرګندونو ډډه وکړه.

دمخه په پاکستاني سرچینو امریکا غږ ته اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي دفتر د یو درې کسیز پلاوي سفر تائید کړی وو.

د رپوټونو له مخې په دغه پلاوي کې د طالبانو د قطر د دفتر دوو غړو مولوي شهاب الدین دلاور او جان محمد مدني سربیره ملا عباس اخوند هم برخه لري.

په مخکینو رپوټونو کې اسلام اباد ته د دغه پلاوي د سفر هدف افغان حکومت سره د سولې خبرو پیل ښودل شوی وو.

خو د طالبانو په خپور کړي بیان کې سولې خبرو ته هیڅ اشاره نه ده شوې.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان ملي شورا ته د جمهوررئیس غني د دوشنبې د ورځې د وینا وروسته په نږدې ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلیدلو امکان ډیر کم دی.

نن په ارګ کې د پخوانیو مجاهدینو د بري د څلور ويشتمې کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې یوې جوړې شوې غونډې ته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ملي شورا ته د سولې او جګړې په باب د جمهور رئیس غني څرګندونې تائید کړې او ویې ویل چې د ملي یووالي د حکومت د سولې غږ ددې لپاره و، چې وسله وال مخالفين سوله وکړي او دا چې هغوی سوله نه کوي نو په وړاندې يې دوی هم جنګ ته چمتو دي.

ښاغلي عبدلله دا هم وويل چې ترهګر، ترهګر دي او که دوی د هرې جغرافيې وي. هغه د ترهګرو په وړاندې د مبارزې لپاره په ټولو خواو د یو موټي کېدو غږ هم وکړ.

XS
SM
MD
LG