د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د طالبانو د ولکې جغرافیه


لانگ وار ژورنال: څه دپاسه ٣٠ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي
لانگ وار ژورنال: څه دپاسه ٣٠ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي

په واشنگټن ډي سي کې میشت یو څیړنیز مرکز یک د خبري سرچینو، د خلکو د څرگندونو او د طالبانو د اعلامیو په بنسټ د افغانستان په نقشه کې دیرش ولسوالۍ په نښه کړي چې ویل کیږي د طالبانو په ولکه کې دي.

لانگ وار ژورنال (د اوږدې جگړې ژورنال) همداشان ۳۶ نورې ولسوالۍ په دې نقشه کې په نښه او ویلي یې دي چې دا سیمې نه د افغانستان د دولت او نه هم د طالبانو په کنترول کې دي.

د خپرو شویو شمیرو او معلوماتو له مخې په دې نقشه کې د طالبانو د ډلې نفوذ او شتون د افغانستان په یوه یا دوو جغرافیایي سیمو کې محدود نه دی. طالبان د بدخشان، هرات، ننگرهار، کندهار او غزني ولایتونو په ځنو سیمو کې د د دولت د حاکمیت د سقوط او یا هم د خپل کنترول په ټینگولو سره فعال ښودل شوي دي.

دا نقشه د نیویارک ټایمز په شان د امریکا د متحده ایالاتو په مهمو رسنیو خپره شوې ده. خو د دې نقشې صحت او رښتینوالی نه تائید او نه هم رد شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د ولکې جغرافیه
په افغانستان کې د طالبانو د ولکې جغرافیه

له کومه ځایه چې طالبان اکثراً مخالفینو ته د مرگ ژوبلې د اړولو په هکله له مبالغې ډکې ادعاوی کوي د لانگ وار ژورنال له لورې د ولسوالیو د نیولو په هکله د دې ډلې په اعلامیو باندې استناد کول ډیر دقیق نه گڼل کیږي.

یواځې څلور ولسوالۍ

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، په لانگ وار ژورنال کې د خپرې شوې نقشې د وړاندې شویو معلوناتو د ردولو په ترڅ کې د امریکا غږ ته وویل چې په اوس کې یواځې څلور ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

د ښاغلي صدیقي په وینا په هلمند کې د دیشو او باغران دوه ولسوالۍ، په زابل ولایت کې د خاک افغان او د غزني د اندړ ولسوالۍ د افغانستان د حکومت د مخالفینو په کنترول کې دي.

د افغانستان د کورینو چارو وزارت ویاند د هغو ولسوالیو شمیره چې نه د دولت او نه هم د طالبانو په ولکه کې دي څرگندې نه کړې، خو ویې ویل چې یو شمیر ولسوالۍ د ”مختلف ډول گواښونو“ سره مخامخ دي.

سره له دې چې تیره میاشت طالبانو په یو فوق العاده اقدام سره د کندز ښار د څو ورځو لپاره ونیو، خو ښاغلي صدیقي ویل امنیتي ځواکونو دښمن ته په سختې مرگ ژوبلې اړولو سره ډیر ژر کندر بیرته د دولت تر کنترول لاندې راوست.

له افغانستان څخه د زرگونو بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د طالبانو پر وړاندې د جگړې او قواندې چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې. خو د کندز ښار د نیولو لپاره د طالب جنگیالیو پر مرچلو باندې د بمبارۍ سربیره خپلو افغان متحدینو ته اطلاعات، سوق الجیشي مشورې او جنگي وسایل برابر کړل.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس هم په دې میلشت کې په افغانستان کې د ٢٠١٦ کال تر پایه د ۹۸۰۰ پوځیانو د میشت کولو په هکله خبر ورکړ چې افغان ځواکونو ته د زده کړو او منابعو د برابولو ترڅنگ، په دې هیواد کې د ترهگرو پاتې شوې له منځه یوشي.

XS
SM
MD
LG