طالبانو نن یکشنبې د افغانستان د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د گډوډولو لپاره خپل پلان اعلان کړ. ټاکل شوې ده چې دغه انتخابات د سنبلې یا وږي په ٢٧مه ترسره شي.
د طالبانو یوه ویاند زبیح الله مجاهد خبریالانو ته وویل، دغه انتخابات یوازې د بهرنیانو لپاره کیږي چې دده په خبره ملک یې اشغال کړی دی. او له افغانانو نه یې وغوښتل چې له دغو انتخاباتو سره مقاطعه وکړي.
د افغانستان د ولسي جرگې د ٢۴٩ څوکیو لپاره تقریبا ٢٥٠٠ تنو ځانونه کاندید کړي دي.
طالبانو د پارلماني انتخاباتو د گډوډولو خبرداری وروسته له هغه ورکړ چې د جمهور رئیس حامد کرزي حکومت د سولې د مذاکراتو د پرانیستلو اعلان وکړ.
جمهوررئیس کرزي پرون وویل د سولې د عالي شورا جوړیدل یو مهم گام دی چې په هغه کې به د جهاد مشران، بانفوذه اشخاص او ښځې شاملې وي.
افغان مشرانو او د قومونو د سپین ږیرو په تیر جون کې ددغې شورا د جوړیدلو مفکوره وړاندې کړه چې د هغې په اساس مخالفینو ته چې تاوتریخوالی وغندي او د ترورستانو سره خپلې اړیکي وشلوي، پیسې او د اشتغال زمینه برابره شي.
تراوسه پورې طالبانو د خبرو سره کومه علاقه نه ښودلې ده.
په عین حال کې ناتو وايي ددوی دوه نور عسکر د یاغیانو لخوا وژل شوي دي.
ناتو وویل چې د یاغیانو په حمله کې د یکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې یو عسکر ووژل شو. یو بل عسکر د شنبې په ورځ په یوه بمي حمله کې ووژل شو.
همدارنگه د شنبې په ورځ، جاپاني مطبوعاتو رپوټ ورکړ چې یاغیانو هغه ازاد خبریال خوشې کړ چې پنځه میاشتې مخکې د افغانستان په شمال کې تري تم شوی ؤ.
مامورینو وویل چې یو څلویښت کلن کوسوک سونیوکا خوشی شوی او بیا په کابل کې د جاپان سفارت ته وړل شوی دی. سونیوکا وروسته له دې چې په تیر مارچ کې کندوز ته ولاړ تر څو د طالبانو سره مرکه وکړي تري تم شو.