د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو یوه کونډه ښځه د زنا په تور اعدام کړه


پولیس وايي د بادغیس په ولایت کې طالبانو یوه ښځه په عام محضر کې په دُرو وهلې ده او بیا یي اعدام کړېده.

رپوټ وايي چې دغه ښځه کونډه، او حامله وه او د زنا کولو په تور یې اعدام کړېده. چارواکي وايي چې طالبانو دغه ښځه دری ورځی په زندان کې مخکی له دې نه چې دېکشنبی په ورځ ېې اعدام کړي توقیف کړی وه.

پیښه د بادغیس په یوه لیرې پرته سیمه کې شوې ده.

په اوله کې هغه دوه سوه دُرې یا متروکې وهل شوې وه او بیا یې درې ځلې په سر باندی په ټوپک ویشتلې وه.

چارواکي وايي چې د طالبانو په محکمه کې پرهغې باندی د ناروا جنسي تعلقاتو درلودل ثابت شوي وو او په همدې سبب هغه حامله شوې وه.

د افغانستان پوليس وايي چې د طالبانو یوه ځايي قوماندان محمد ېوسف پر هغې باندې د سزا حکم عملي کړ.

خو د طالبانو یوه نطاق د دوشنبې په ورځ دغه خبره رد کړله او وې ویل چې دوی ددی کار مسوول ندي.

هغه نا پېژندل شوی سړی چې له دغې کونډې ښځې سره یې تعلقات لرل، هغه ته سزا نده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG