د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کندز کې دوه تنه سنگسار کړل


افغان چارواکي وايي طالبانو د کندز په ولایت کې یو سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو لرلو په تور په عام محضر کې سنگسار کړي دي.

پیښه پرون د کندز د آرچي ولسوالۍ د ملاقلی په کلي کې وشوه.

دغو دواړو کسانو د شلو کلو په شاوخوا کې عمرونه درلود.

دا په یوه اونۍ کې د طالبانو په لاس د دغه ډول وژنې دوهمه پیښه ده. تر دې وړاندې، یوه حامله ښځه د بادغیس په ولایت کی د ناروا اړیکو په تور لومړی په درو ووهل شوه او وروسته ووژل شوه.

په ډیرو اسلامي ملکونو کې سنگسار معمول نه دی. خو په ایران کې لا تر اوسه دا یو مشروع جزا ده چې د شریعت په نامه اجرا کیږي.

XS
SM
MD
LG