د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه د احتمالي سقوط په اړه اندیښنې


د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس وایي که ملاتړي ځواکونه ونه رسیږي فراه به هم د کندز په سرنوښت اخته شي
د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس وایي که ملاتړي ځواکونه ونه رسیږي فراه به هم د کندز په سرنوښت اخته شي

د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس وایي د مرکزي حکومت د نه پاملرنې په وجه کیدای شي د کندز په څیر طالبان د فراه ولایت هم ونیسي.

د ولایتي شورا رئیس فرید بختاور ویلي دي چې لېرې پرتې ټولې سیمې او مرکز ته غزیدلي مواصلاتي سړکونه د دولت د وسله والو مخالفانو په محاصره کې دي.

فراه چې تل د دولت د مخالفینو د پراخ شتون شاهده ده دا ځل په یوې مرگونې جگړې کې ښکیل شوی ده. د دوو اونیو راهیسې په مختلفو برخو کې په ځانگړې توگه د بالابلوک او پشت‌رود ولسوالیو کې جگړې روانې دي.

ښاغلي بختاور د فراه ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سختې جگړې ته په اشارې وویل چې که فراه ته نور ځواکونه ونه لیږدول شي، فراه به هم د کندز په څیر حالت ته مخامخ شي.

د فراه د ولایتي شورا رئیس همداشان وایي ددې ولایت لویه لار د طالبانو په محاصره کې ده او محلي قواوی په – دفاعي حالت – کې پرته له دې چې زمرکزي حکومت یې ملاتړ وکړي د طالبانو په وړاندې جگړه کې کمزوري دي.

په پشت رود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جگړې اوږدو د فراه ولایت مدني فعالین هم اندیښمن کړي دي.

د فراه ولایت د مدني ټولنې استازی حمیدالله رحماني په دې ولایت کې د مرگ ژوبلې لوړې کچې ته اشاره کوي او په جگړه کې له ښکیلو اړخونو څخه غواړي چې د اوربند په کولو سره سوله ییز ژوند ته مخه کړي.

د فراه والي هم د پشت رود او بالا بلوک په ولسوالیو کې سخت امنیتي گواښونه مني، خو طالبانو ته د سختو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.

محمد آصف ننگ وویل چې په وروستیو جگړو کې د دولت ۴۶ مخالفین وژل شوي او همداشان د دولت د پلوي قواو اوه تنه وژل شوي او ١٥ تنه ټپیان شوي دي.

په فراه کې د جگړې په سختیدو سره د ظفر ۲۰۷ قل اردو دوه هلیکوپتره د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هغه ولایت ته استولي دي.

XS
SM
MD
LG