د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د اوو هزاره مسافرو قاتلان په دار ځړولي


د تیرو څو ورځو راهیسې په زابل کې د طالبانو د دوه ډلو او د طالبانو او داعش د ډلې ترمنځ جګړو زور اخیستی دی
د تیرو څو ورځو راهیسې په زابل کې د طالبانو د دوه ډلو او د طالبانو او داعش د ډلې ترمنځ جګړو زور اخیستی دی

د زابل ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې طالبانو د داعش هغه اته وسله وال په دارځړولي چې تیره ورځ یې د اوو هزاره مسافرو څخه سرونه پرې کړي وو.

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوال مهمند نصرتیار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ملا اختر محمد منصور ډلې پورې تړلو وسله والو طالبانو دا اته تنه نن سهار د ارغنداب د ولسوالۍ د ملک په سیمه کې په دارځړولي دي.

همداشان د زابل ولایت د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي اشنا رادیو ته د طالبانو له خوا ددغو اتو تنو اعدامول تائید کړي دي.

د زابل سیمه ييز چارواکي وايي چې د اوو وژل شویو مسافرو جسدونه نن مازیګر څلور بجې د افغاني سرې میاشتې په امبولانسونو کې د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته انتقال شوي دي.

د شاه جوی ولسوال وزیر محمد جوادي اسنا رادیو ته وويل چي وژل شوي نارینه او میرمني د دوو کورنیو غړي دي .

د طالبانو او داعش جګړه

د بلې خوا د زابل په ولایت کې چارواکي وایي چې د دغه ولایت په خاک افغان او دی چوپان په ولسوالیو کې طالبانو د دوو ډلو او هم د طالبانو او د داعش د ډلې ترمنځ د دو ورځینو خپلمنځي جګړو وروسته د منصور دادالله ډله د زابل ولایت پریښودلو ته اړ شوې ده.

په ورته وخت کې په خپله ملا منصور داد الله هم پدې اړه څه ندي ویلي.

یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د زابل په ولایت کې د داعش ډلې پورې تړلو جنګیالیو چې اکثره یې بهرني جنګیالي دي هم د ملا اختر محمد منصور د ملاتړو طالبانو غوښتي دي چې د زابل څخه د وتلو اجازه دې ورته ورکړي.

په سیمه کې اوسیدونکي وایي چې نن په دغو دوو ولسوالیو کې د ښکیلو وسله والو ډلو ترمنځ نښته نشته او هغه کورنۍ چې ددغو نښتو له امله د سیمې پریښودلو ته اړ شوې وې بیرته خپلو کورنو ته ورستنې شوي دي.

ملا منصور دادالله چې د ملا عبدالرسول د ډلې نه ملاتړ کوي، ویاند یې خبریالانو ته ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې د دغې ډلې د غړو د کورنیو پورې مربوط پنځه ښځې او اته ماشومان وژل شوي دي.

خو د ملا اختر محمد منصور ډلې لا د خپلو تلفاتو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په زابل کې د ولایتي شورا غړي وایي چې په دغو جګړو کې د ښکیلو خواو څخه د شپیتو زیات وسله وال وژل شوي دي.

داعش غواړي کونړ ونیسي

د افغانستان ختیځ کې دملي اردو د۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري ویلي دي چې د داعش وسله والې ډلې پر کونړ ولایت دیوې لویې او سراسري حملې دکولو پلان جوړ کړی دی .

جنرال وزیري،چې نن یې په دغه قوماندانۍ کې یوي خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل،چې دداعش ډلې دځپلو لپاره یې ځواکونه پوره تیاری لري.

هغه وویل چې په ختیځ کې جنګېدونکي د داعش ډلې اکثره غړي بهرنیان دي.

دا په داسې حال کې ده ،چې دکونړ امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې دداعش ډلې دشتون خبره رد کړې ده .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG