د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په فراه کې یو قاضي په دارځړولی دی


پخپله وسله والو طالبانو د دغه قاضي په دار د ځړولو په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.
پخپله وسله والو طالبانو د دغه قاضي په دار د ځړولو په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د فراه ولایتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو ددغه ولایت د استیناف د محکمې قاضي لړمړی یرغمل کړی او بیا یې تیره شپه په دارځړولی دی.

وسله والو طالبانو د فراه د استیناف محکمې یو تن قاضي تر یرغمل کیدو وروسته وژلی دی .

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې قاضي شمس الرحمان د دغه ولایت د استیناف په محکمه کې دنده ترسره کوله، چې تیره شپه د خاک سفید ولسوالۍ د " سور دیوال" په سیمه کې د طالبانو له خوا په دار ځړول شوی دی.

ښاغلي مهري وویل، چې قاضي شمس الرحمان دوه ورځې وړاندې د هرات ولایت څخه فراه ولایت په لار وو، چې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود په سیمه کې طالبانو له ۳۰۳ بس څخه راکښته او له هغه ځایه یې د خاک سفید ولسوالۍ ته ولیږدوه..

د فراه امنیه قومندان مل پاسوال توریالي عبدیاني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې قاضي شمس الرحمان د امنیتي ادارو له خبر پرته په خپل سر له هرات څخه سفر پيل کړی وو، چې له امله یې د دغې پیښې سره مخ شو.

مل پاسوال عبدیاني وايي، چې د قاضي مړی نن د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

قاضی شمس الحق د غور ولایت اصلي او سیدونکیوو خو اوس يې کورنۍ په هرات کي ژوند کوه.

نوموړی د فراه ولایت د استناف محکمې د دېوان غړی وو .

د فراه ولایت ځيني برخو کې د دولت وسله وال مخالفین پراخ حضور لري او د هرات – فراه د لويې لارې پر سر کله کله امنیتي پېښې رامنځ ته کیږي .

له هغه وروسته چي تیره میاشت په کابل کې د ولسمشر اشرف غني په امر شپږ وسله وال طالبان اعدام کړل ورسره وسله والو طالبانو هم د افغانستان په عدلي او قضایي ادارو اوکارکوونکو خپل بریدونه زیات کړي دي.

وسله والو طالبانو دفراه د تازه پېښې په اړه څه ندي ويلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG