د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانوپه میدان وردک ولایت کې یو محصل په دار ځړولی


طالبانو تر اوسه د دغه محصل د وژلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو تر اوسه د دغه محصل د وژلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د میدان وردک ولایتي چارواکي وایي، طالبانو تیره ورځ د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د څلورم کال یو محصل د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د خلکو په مخ کې په دار ځړولی دی.

د میدان وردک ولایت د والي ویاند عبدالرحمان منګل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د فیض الرحمان په نوم دغه محصل د پنجشنبې په ورځ د کابل ولایت څخه د میدان وردک ولایت سیداباد ولسوالۍ کې خپل کور ته په لار وو، چې طالبانو ونیو او بیا یې ووژه.

ښاغلي منګل وویل "د انجینرۍ د څانګې دا محصل تیره ورځ دوه بجې د چک په ولسوالۍ کې د سیمې د لسګونو اوسیدونکو په مخ کې په دار وځړول شو" .

د عبدالرحمان منګل د وینا له مخې طالبانو دغه محصل د میدان وردک ولایت لپاره د حقاني د شبکې د استخباراتو د رئیس په وژلو کې د لاس لرلو په تور په دار ځړولی دی.

خو د میدان وردک د والي ویاند وایي، دغه محصل اصلآ په دې پیښه کې لاس نه درلود او د حقاني د ډلې د استخباراتو چارواکي د طالبانو د خپلمنځي شخړو په پایله کې وژل شوی وو.

طالبانو تراوسه د دغې ډلې د وسله والو له دخوا د یاد محصل د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې د فیض الرحمان وژل په سختو ټکو غندلی دی.

په دغه اعلامیه کې د لوړو زده کړو وزیرې، د فیض الرحمان د کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او د هغې اعدام یې د اسلامي، انساني او د افغانانو د فرهنګي ارزښتنو خلاف عمل بللی دی.

میدان وردک ولایت د کابل په لودیځ کې د افغانستان له ناامنه ولایتو څخه دی چې وسله وال مخالفان په کې فعال حضور لري.

XS
SM
MD
LG