د لاس رسي وړ اتصالات

آیا طالبان د پولیسو د وژلو لپاره له هلکانو کار اخلي؟


د ارزگان ولایت د افغانستان د ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي
د ارزگان ولایت د افغانستان د ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي

طالبان له هغو هلکانو څخه چې جنسي استفاده ترې کوي د افغانستان په جنوب کې د پولیسو د خپلمنځي بریدونو لپاره کاروي. هغوی د "بچه بازۍ" له دود نه په استفادې کم عمره هلکان د پولیسو لیکو ته استوي.

د پولیسو یو شمیر منصبدارانو او هغو کسانو چې له بریدونو نه بچ شوي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې طالبان د دوو کلونو راهیسې له دغه ډول کار نه په گټې اخیستې د روان کال د جنورۍ څخه تر اپریل پورې په سلگونو افغان پولیس وژلي دي.

د فرانسې خبري اژانس وایي د بچه بازې لرغونی دود د افغانستان په گوټ گوټ کې رواج لري، خو داسې ښکاري چې اوس دغه دود د ارزگان په ولایت کې په پراخه توگه د پولیسو د ځواکمنو قوماندانانو د ساعت تیرۍ یوه وسیله ده.

د ارزگان ولایت پخوانی امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیونی وایي " طالبان ښکلي هلکان امنیتي پوستو ته استوي، پولیس وژني او یا هم په مخدره توکیو روږدي او مسموم کوي.

ښاغلی روغ لیونی چې د اپریل په میاشت کې د امینت د خرابوالي په وجه له کار گوښه کړای شوی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو د پولیس ځواکونو ستره کمزوري ښه درک کړی ده.

دا ډول بریدونه په عمومي توگه د شخړې په دواړو اړخونو پولیسو او طالبانو کې د هلکانو څخه ناوړه گټه اخیستنه په ډاگه کوي. د ښاغلي روغ لیوني څرگندونې د افغان امنیتي مقاماتو د اندیښنو څرگندونکی دي چې د هغه په وینا د "د ځانمرگو بریدگرو په نښه کول د هغو تنکيو ځوانانو په پرتله اسان کار دی چې د برید لپاره د پولیسو مرکزونو ته استول کیږي."

پر پولیسو باندې دغه ډول بریدونه په ډاگه کوي چې "بچه بازي" تر کومه حده د ارزگان په ولایت دژ ناامنیو سبب شوی ده. هغه لېرې پروت ولایت چې امنیتي مقاماتو یې د لاس نه د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ترینکوټ په ښار کې یو پولیس منصبدار صدیق الله وایي "ددغو هلکانو بریدونه د پولیس ځواکونو ترمنځ ستره بې بتاوري رامنځ ته کړې ده."

یو پولیس چې مطیع الله نومیږي او ٢١ کلن دی او تیر کال د دهراوود په ولسوالۍ کې له یو خپلمنځي برید نه بچ شوی وایي چې یاغیان له تنکیو هلکانو څخه کار اخلي.

دغه پولیس سرتیری چې اوس په خیاطۍ بوخت دی په خپله کوپړۍ کې هغه ټپ ته په اشاره وویل چې د پوستې قوماندان د بریدگر نه جنسي استفاده کوله او یوه شپه چې ټول بیده وو په وسلې یې اوه پولیس ووژل. هغه وایي له برید وروسته هغه تنکي ځوان "طالبان د پولیسو مرکز ته راوستل چې وگوري ټول وژل شوي دي او بیا یې زمونږ وسلې ټولې او له ځانه سره یوړې. ما هغه وخت ځان مړ اچولی و."

په تنکیو هلکانو روږدیتوب

طالبانو چې "بچه بازي" یې د ١٩٩٦ څخه تر ٢٠٠١ کال پورې بنده کړی وه، په وار وار یې په پخلو بریدونو کې له تنکیو هلکانو څخه گټه اخیستنه رد کړی ده.

د طالبانو یو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې "مونږ ددې ډول عملیاتو لپاره ځانگړي مجاهدین لرو، ټول یې بلغ کسان دي چې ږیرې او بریتونه لري."

خو د طالبانو دغه ادعا د بشري حقونو د مدافع ډلو او افغان حکومت له لورې په وار وار رد شوی ده.

د مطیع الله په گډون یو شمیر کسان چې ددغه ډول بریدونو نه بچ شوي وایي چې طالبان د پوځي اهدافو لپاره د پولیسو په لوړپوړو لیکو کې د "بچه بازۍ" د فعل له پراخیدو نه گټه اخلي.

زیات شمیر امنیتي مقامات وایي چې په ځانگړې توگه په ارزگان کې د محلي پولیسو په ٣٧٠ پوستو کې تنکي هلکان ساتل کیږي.

مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG