د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د هرات - کندهار په لار لسګونه مسافر تښتولي


دا په تیرو پنځو کالو کې لومړی ځل دی چې د هرات – کندهار پر لویه لار د مسافرو د یرغمل کیدو پېښه رامنځ ته کیږي.
دا په تیرو پنځو کالو کې لومړی ځل دی چې د هرات – کندهار پر لویه لار د مسافرو د یرغمل کیدو پېښه رامنځ ته کیږي.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي وسله والو طالبانو د هرات – کندهار په لویه لاره د هلمند ولایت د واشیر او ګرشک ولسوالیو ترمنځ سیمه کې نن اوه بجې د دوو بسونو او دوو ټیلرو په لسګونو مسافر کښته کړي او نامعلوم لوري ته یې وړي دي.

امنیتي مقامات وايي چې د هرات – کندهار پر لویه لار د مسافر وړونکو موټرو لس ګونه سپرلۍ وسله والو طالبانو نن سهار له ځان سره نا معلوم لوري ته بېولي دي .

پېښه دقیقآ نن سهار ۷ بجې د هلمند ولایت د واشېر او ګرشک ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې رامنځ ته شوې ده .

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال آقانور کینتوز یوازې پېښه تائید وي خو وايي چې جزیات يې لاهم ندي تر لاسه کړي .

د ګرشک امنیه قوماندان اسمعیل خپلواک د ټیلیفون پر لیکه د پیښې له ځایه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو اتلس تنه مسافر له ۳۰۳ بسونو او ۶ تنه له ټیلر موټرو څخه ښکته کړي دي.

د ګرشک امنیه قوماندان د طالبانو له خوا برمته شوي مسافر عام اوسیدونکي وبلل او ویې ویل چې وسله والو طالبانو ۲۰ نور برمته شوي مسافر چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو له موټرو څخه د ښکته کولو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

په همدې حال کې د هلمند د ترانسپورت رئيس عبدالغفور توخي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو په پيل کې پردغه لاره ۱۴ موټر درولي وو، خو وروسته يې ۱۰ موټرو ته د تګ اجازه ورکړې او د څلورو موټرو سپرلۍ یې یرغمل کړي دي .

طالبانو په یو بیان کې چې رسنیو ته یې استولی له موټرو څخه د مسافرو د ښکته کولو مسولیت اخیستی دی.

په دغه بیان کې د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي ویلي چې دوی نن د هلمند د ګرشک په ولسوالۍ کې له دریو موټرو څخه ۲۷ تنه مسافر چې له کندهار څخه هرات ته په لار وو کښته کړي دي.

د طالبانو دغه ویاند ویلي چې له دغو مسافرو څخه به ژر پلټنې بشپړې شي او هغو مسافرو ته به د تګ اجازه ورکړل شي چې دا معلومه شي چې افغان امنیتي ادارو سره کار نه کوي.

دا په تیرو پنځو کالو کې لومړی ځل دی چې د هرات – کندهار پر لویه لار د مسافرو د یرغمل کیدو پېښه رامنځ ته کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG