د لاس رسي وړ اتصالات

د نیمروز د چخانسور ولسوال په یو برید کې وژل شوی


چخانسور ولسوالۍ د نمیروز په ختیځ کې د فراه د لاش و جویند ولسوالۍ سره په پوله کې پرته ده، چې د اوسیدونکو زیات شمیر یې بلوڅان دي.
چخانسور ولسوالۍ د نمیروز په ختیځ کې د فراه د لاش و جویند ولسوالۍ سره په پوله کې پرته ده، چې د اوسیدونکو زیات شمیر یې بلوڅان دي.

د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د چخانسور ولسوال نن د دوشنبې د سهار په اته نیمو بجو په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د نیمروز امنیه قوماندان مل پاسوال خواجه جیلاني ابوبکر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، کله چې د چخانسور ولسوال حاجی آقا محمد فضلي د خپلو ساتونکو سره د زرنج له ښاره بهر ووت د موټرسایکل سپرو د یوې ډلې په کمین کې راګیر شو.

مل پاسوال ابوبکر وویل چې ولسوال حاجی آقا محمد فضلي په دغه برید کې سخت ټپونه اخیستي وو، چې روغتون ته په لار یې د اخیستو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د نیمروز د والي ویاند احمد عرب امریکا غږ ته وویل، دا لا څرګنده نه ده چې پر حاجی آقا محمد فضلي باندې برید چا کړی دی.

هغه وویل چې د پیښې پلټنه پیل شوې ده.

خو طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په یو بیان کې د حاجی آقا محمد فضلي د وژل کیدو خبر د خپل ټویټر په پاڼه خپور کړی او ویلي دي چې هغه نن سهار د زرنج ښار د کاکړانو چوک په سیمه کې په یو برید کې وژل شوی دی.

احمد عرب وویل، چې حاجی آقا محمد فضلي له تیرو اتو کالو راهیسې د چخانسور د ولسوال په توګه کار کوه.

د رپوټونو له مخې هغه د اسلامي حزب د ډلې قوماندان هم پاتې شوی وو.

د چخانسور ولسوالۍ د نمیروز په ختیځ کې د فراه ولایت د لاش و جویند ولسوالۍ سره په پوله کې پرته ده، چې د اوسیدونکو زیات شمیر یې بلوڅان دي.

هرات کې دوه ښوونکي تښتول شوي

د هرات په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت د پښتون زرغون په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو دوه ښوونکي نیولي او له ځان سره یې وړي دي.

د هرات ولایت د پوهنې رئیس عبدالرزاق امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو دا دوه ښوونکي هغه وخت نیولي او له خان سره وړي چې هغوی تیره شپه د تراویح له لمونځ وروسته د خپل کور په لور روان وو.

تراوسه کومې ډلې د دغو ښوونکو د برمته کولو ادعا نه ده کړې.

.

XS
SM
MD
LG