د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار هرات په لویه لار څلور مسافر وژل شوي


د کابل کندهار لویه لاره (ارشیف)
د کابل کندهار لویه لاره (ارشیف)

په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي، چې نن دوشنبه سهار وختي لسګونو طالبانو د فراه ښار په اتلس کیلومټرۍ کې د کندهار هرات په لویه لار ۳۰۳ مسافر وړونکی موټر تالاشي کړی، شکمن کسان یې ترې ښکته کړي، څلور یې وژلي او نهه یې له ځان سره بیولي دي.

د فراه ولایتي چارواکو د خبر پخلی کړی دی، ویلي یې دي چې وسله والو طالبانو له ځان سره نهه مسافر وړي، چې اکثره یې ملکي وګړي خو ښايي ځینې پکې دولتي مامورین هم وي.

د فراه د والي ویاند جواد افغان امریکا غږ ته ویلي چې په نېول شویو کسانو کې ښايي لږ شمېر حکومتي مامورین وي.

د لارې مسافرینو امریکا غږ ته دا هم ویلي، چې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته هم له غرمې مخکې په یوولسو بجو شوې او د هرات کندهار لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

د فراه امنیتي ځواکونو ویلي، د نهو یرغمل شو کسانو لټه روانه ده، ددې ولایت امنیه قومندان جنرال یعقوبي ویلي د فراه د بالابلوک په ولسوالۍ کې یې د نهو مسافرو لټه پیل کړي او عملیات روان دي.

خو لا هم تر دې دمه وسله والو طالبانو ددغې پېښې مسؤلیت په غاړه ندی اخېستی او نه یې هم څه ویلي دي.

د هرات کندهار په لار کله نا کله ورته داسې حملې کیږي او د لارې د موټرو سپرلۍ تالاشي او یا هم له ځان سره وړل کیږي.

ددې لارې مسافرو تل رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې باید د دوی امنیت و نیول شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG