د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په هلمند کې خپل پنځه ملگري په دار وځړل


د هلمند ولایت د مقام د دفتر رئیس نقیب سکندري امریکا غږ ته وويل چې طالبانو خپل پنځه ملګري له دولت سره د همکارۍ او د یوه طالب قوماندان د وژنې په تور وژلي دي او دا پیښه د کجکي ولسوالۍ په يوه لېري پرته سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې ددې ولسوالۍ د زمینداور د سیمي په "کرم ریز" بازار کې چې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دی ، پنځه واړه طالبان خپلو ملګرو په عام محضر کې په دار ځړولي دي.

سکندري وايي چې پر پنځه واړه وژل شویو طالبانو باندي خپلو نورو ملګرو شک درلود چې د سنګین لپاره يې د ولسوالو طالبانو د نومول شوي ولسوال خالد د وژلو پلان در لود.

دغه راز د سیمې ځايي اوسیدونکې هم د پېښې تائید کوي او وايي چې وسله والو طالبانو د یادو پنځو تنو د وژلو جسدونه په ونو کې راځړولي وو.

څه باندي یوه میاشت مخکې هم امنیتي سرچینو داسي راپورونه خپاره کړه چي ګواکې د وسله والو په منځ کې بهرني توند لاري افغاني وسله والو طالبانو ته ګواښنه کړې چې که د جګړې له کرښو څخه پر شاه شي نو د مرګ له سزا سره به مخ شي.

تر دې يوازي درې ورځي مخکې په هلمند کې د کورنیو چارو وزارت یوه عالي رتبه جنرال خبر ورکړی وو چې ځينې افغاني وسله وال طالبان د بهرنیو جنګیالیو د شتون سره مخالف دي او له همدې کبله امکان شته چې د هغوی پر ضد خپله افغاني طالبان وسله وال اقدام وکړي .

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال اسدالله شېرزاد چې همدا اوس د هلمند د جګړې د همږغۍ مشري هم کوي، تیره ورځ وويل چې د جګړو له کبله په سیمه کې ځايي خلګ له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او له همدې کبله ځيني افغاني طالبان هم اوس د بهرنیو جنګیالیو له شتون سره مخالفت لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG