د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندز کې د ښځو پر یوې راډیو برید کړی دی


د بي سرحده ژورنالستانو ټولنې د ښځو پر دغې سیمه ییزې راډیو برید غندلی دی.
د بي سرحده ژورنالستانو ټولنې د ښځو پر دغې سیمه ییزې راډیو برید غندلی دی.

طالبانو کندز ته له ننوتلو سره سم د روشني په نامه د ښځو د یوې راډیو پر ودانۍ برید وکړ او ټول وسایل یې ویجاړ کړل.

په کندز کې د کيهان او شايسته په نومونو د راډيو گانو مشرې زرغونې حسن،د امریکا غږ اشنا ته وويل چې د طالبانو له لوري د روشني راډيو تلويزيون باندې حمله او د وسایلو ويجاړول يي د هيواد پر مطبوعاتو او د ښځو پر تيرو لاسته راوړنو برید دی.

آغلې زرغونې زياته کړه چې د راډیو له همکارانو خبره نه ده او په اړه یې اندېښنه لري. په روشني راډیو کې ۱۲ کسانو کار کاوه چې نهه یې ښځې وي.

د افغانستان د ښځينه ژورنالستانو د اتحایي مسوله شفيقه حبيبي پر دغې راډیو د طالبانو حمله د فرهنگ او انساني فکر ضد یو عمل وباله.

دولسواکۍ نه د افغان ښځو دملاتړ د بنسټ مشره حميرا حقمل وايي چې ډيرې افغانې ښځې نالوستې دي او رسنۍ يواځينۍ وسيله ده چې د ښځو د تعلیم او سواد کچه لوړه کړي.

سره له دې چې د ښځو د حقونو مدافعانې د دوی د فعاليتونو د مخنيوي څخه ويره لري، خو شفيقه حبيبي وايي چې د افغان ښځو لپاره د مبارزې لاره ډېره سخته ده خو دوی به له خپلې مبارزې نه لاس په سر کیږي.

د بي سرحده ژورنالستانو ټولنې هم پر دغې سیمه ییزې راډیو برید غندلی دی.

کندز د افغانستان په شمال کې پروت یو مهم ولایت دی چې پنځه راډیوګانې، درې تلویزونونه او پنځه مجلې او اوونیزې په کې خپرونې درلودلې چې شاوخوا ۱۰۰ خبریالان له دغو مطبوعاتي ادارو سره کار کاوه.

خو، اوس چې دغه ښار له طالبانو سره دی، د دغو رسنیو برخلیک او د کارکوونو په اړه یې معلومات نشته.

XS
SM
MD
LG