د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو زابل کې یوه ښځه په دورو وهلې


 دا پېښه د زابل په شاه جوی والسوالی کې رامنځ ته شوې
دا پېښه د زابل په شاه جوی والسوالی کې رامنځ ته شوې

وسله والو طالبانو تیره ورځ د زابل شاه جوې په ولسوالۍ کي يوه ښځه او دووه نارينه په عام محضر کي په دورو وهلي او يو تن يې قصاص کړی دی.

پېښه دزابل په شاه جوی والسوالی کې رامنځ ته شوې .

د شاه جوی والسوالی اوسيدونکي احمد ولي امريکاغږ اشنا راديو ته وويل چې وسله والو طالبانو د والسوالۍ د جعفرو په سيمه کي په سل گونو کسان د خپلي محمکمې د پريکړې د عملي کولو نندارې ته وربلي وو.

احمد ولي وویل چې په دې ښځې او دغو دوو سړو باندې د نامشروع اړيکو د لرلو تور وو، او قصاص شوی سړی بيا د يوه کس په وژلو باندې تورن وو .

د جعفرو کلی د زابل ولایت د شاه جوې ولسوالۍ په ۲۵ کیلومترۍ کې پروت دی، چې طالبانو ورته زیات تګ راتګ کوي.

د زابل ولايتي مقامات په دې اړه له څه ويلو څخه ډډه کوي خو د شاجوی والسوالی يوتن مسول د نوم نه ښه دلو په شرط امريکاغږ ته وويل چې د دې صحرايي محمکمې په اړه د زابل امنيتي چارواکو ته له مخکې لا خبر رسيدلی وو.

سرچينې زياته کړه چي وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سيمو څخه ټول عام خلک دې صحرايي محکمې نندارې ته وربللي وو او تر دووه سوه زيات وسله والو طالبانو د دې صحرايي محکمې امنيت ساتنه کوله.

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG