د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د هلمند د ګرمسیر په ولسوالۍ برید کړی


د هلمند سیمه ایز چارواکي وایي د ګرمسیر په تازه جکړو کې دواړو خواو ته د سر زیان رسیدلی دی.
د هلمند سیمه ایز چارواکي وایي د ګرمسیر په تازه جکړو کې دواړو خواو ته د سر زیان رسیدلی دی.

د هلمند ولایتي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د دغه ولایت د ګرمسیر پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو یو ستر برید په شاتمبولی دی.

امنيتي مقامات وايي چې د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ کې يې د وسله والوطالبانو يوه ستره حمله پر شاه تمبولې او گڼو وسله والو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.

تيره شپه په زیات شمېر کې وسله والو طالبانو د گرمسير ولسوالۍ پر امنيتي پوستو ډله اييز بريدونه وکړل چې د دواړو خواو ترمنځ جګړه تر نن سهار ۳ بجو پورې دوام درلود.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک امریکا يکاغږ اشناراديو ته وويل چې افغان ځواکونو د وسله والو بريد کونکو پر وړاندې قوي مقاومت وکړ او وروسته دافغان او قاطع ماموريت الوتکو وسله وال بريد کونکي تر خپل هدف لاندې را وستل.

ده زياته کړه چې په پېښه کې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي چې د وژل شويو وسله والو جسدونه په سيمه کې اوس هم پراته دي.

ځواک په جگړه کې افغان نظاميانو ته هم د مرگ ژوبلې د اوښتو پخلی وکړ خو زياته يې کړه چي تر اوسه دقيق شمېر ورته ندی معلوم.

خو د گرمسير په ولسوالۍ کې يوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امريکاغږ ته وويل چې د تيرې شپې په جگړه کې د ملي اوردو ۱۱ تنه سرتيري وژل شوي او ۱۸ تنه نور امنيتي سرتيري ټپيان شوي چي ۸ يې پوليس او ۱۰ تنه يې د پوځ سرتيري دي.

گرمسير د هلمند په جنوب کې پرته ولسوالۍده.

پر گرمسير ولسوالۍ باندې د وسله والو طالبانو د تیرې شپې د برید درې ورځي مخکې د دغې ډلې وسله والود هلمند په شمال کې د سنگين پر ولسوالۍ هم وسله والو ډله ييز بريدونه کړي وو.

پر سنګین د برید يوه ورځ وروسته د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم دغه ولايت ته د امنیتي وضعيت د ارزونې په موخه بيړنی سفر کړی وو.

اجرائيه رئیس د هلمند خلکو ته ډاډ ورکړ چي مرکزي حکومت د هلمند د امنيت لپاره پر بنيادي حل لارو باندې کار کوي .

وسله والو طالبانو د هلمند د ګرمسير ولسوالی د تازه نښتې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG