د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکی: ملا منصور زخمي شوی دی


د طالبانو ځینو سرچېنو د ملا منصور زخمي کېدل تاید کړي دي.
د طالبانو ځینو سرچېنو د ملا منصور زخمي کېدل تاید کړي دي.

په کابل کې افغان چارواکي وايي چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په یوې خپل منځنۍ جګړې کې سخت ژوبل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

چارواکي وايي د ملا منصور او طالبانو د یو بل مشر ملا عبدالله سرحدي ترمنځ جګړه د چهارشنبې په شپه د پاکستان د کوټې په ښار کې شوې ده.

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال، جنرال دوستم، ویاند سلطان فیضي د امریکا غږ اشنا ته وویل " تېره شپه د طالبانو تش په نامه مشر ملا منصور د کوټې د کچلاغ په سیمه کې د طالبانو د یو بل مشر ملا عبدالله سرحدي میلمه و؛ لفظي شخړه شوې، بیا يې پر یو بل ډزې کړي دي، ملا سرحدي او پنځه نور طالبان وژل شوي او ملا اختر منصور سخت ژوبل شوی او بیا روغتون ته انتقال شوی دی."

ښاغلي سلطاني وویل چې د ملا منصور د روغتیا په اړه نور معلومات نلري.

د اورپکو ځينو سرچينو د فرانسې خبري اژانس ته د ملا منصور زخمي کېدل تاید کړي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې هېڅ داسې کومه شخړه نه ده شوې.

ملا منصور همدا څو میاشتې مخکې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته، د طالبانو د نوي امیر په توګه رادبره شو؛ د هغه له ټاکل کېدو سره سم د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو خبرونه هم خپاره شول.

XS
SM
MD
LG