د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي مشر یې ژوندی او روغ رمټ دی


 د طالبانو ویاند وايي چې د هغوی مشر روغ او ژوندی دی او ژر به يې غږیز پیغام خپور کړي.
د طالبانو ویاند وايي چې د هغوی مشر روغ او ژوندی دی او ژر به يې غږیز پیغام خپور کړي.

طالبانو د خپل مشر د ژوبل کېدو د خبر له خپرېدو شاوخوا څلور ورځې وروسته په خپل غبرګون کې د ملا منصور د ژوبل کېدو او یا وژل کېدو خبره رد کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د هغوی مشر روغ او ژوندی دی او ډېر ژر به يې یو غږیز پیغام خپور کړي.

افغان چارواکي وايي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د کوټې په کچلاغ سیمې کې د ملا منصور او د دغې ډلې د یو بل مشر ملا عبدالله سرحدي ترمنځ لفظي شخړه په وسله والې نښتې اوښتې او ملا منصور سخت ژوبل شوی دی.

خو، طالبان دا خبره نه مني؛ داسې کونګسې هم شته چې ښايي ملا منصور مړ شوی وي، خو افغان چارواکي وايي یوازې د ښاغلي منصور له ژوبل کېدو خبر دي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، افغان حکومت د ملا اختر منصور د وژنې د معلوماتو په کره کولو کار کوي او دم ګړۍ د هغه وژنه نه شي تائيدولی.

خو د سیاسي چارو کارپوه وحيد مژده وايي، احتمال لري، چې ملا اختر منصور وژل شوی وي.

وحيد مژده​ وايي "تراوسه طالبانو دده يو غږیز پیغام خپور کړی وای، چې دا کار یې ندی کړی او له بلې خوا هغه سرچیني چې د دوی مهم خلک دي د هغوي ټیلیفونونه اوس بند دي، ما ته خو داسې معلومیږي، چې طالبان په جلساتو بوخت دي، چې د هغه يو ځای ناستی وټاکي."

ځینو سرچینو داسې راپورونه ورکړل چې ملا هیبت الله اخوند اوس د طالبانو سرپرست دی، خو وحيد مژده وايي، چې هیبت الله او د حقاني شبکې ته د طالبانو مشري نه سپارل کیږي او ځای ناستی به د لوی کندهار کوم طالب وي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، که د ملا اختر منصور د وژنې خبر تائید شي، نو په جنګ او سوله به تاثیر ولري.

دوی وايي، د طالبانو جبهې به کمزورې شي او افغان حکومت به د سولې د مذاکراتو په مهال د طالبانو له څو ګروپونو سره مخ وي او پاکستان که د سولې منځګړيتوب وکړي د طالبانو کمزورې ډله به مذاکراتو ته وړاندې کړي.

د پارلمان غړې هېلۍ ارشاد پدې باور ده، چې د ملا اختر منصور مرګ د طالبانو په لیکو تاثیر نه غورځوي.

هیلۍ ارشاد وايي "دوه کاله د ملا عمر له مړینې څوک خبر نه وو، د هغه خبر د استخباراتو له خوا پټ ساتل شوی وو، که هغه وو هم طالبانو هماغه جنګ کاوه، چې مړ هم شو هماغه کیسه وه."

خو په ولسي جرګه کې د کنړ د خلکو استازی سخي مشواڼی پدې باور لري، که ملا اختر منصور وژل شوی وي، نو د هغه د مرګ خبر به د طالبانو په منځ کې درز پیدا کړي. هغه وویل "که دی مړ هم وي، د حکومت د مخالفینو په منځ کې درز پيدا کیږي، د دوی په منځ کې اختلافات به ډېر وعځیږي."

عام خلک د ملا اختر منصور د ټپي کېدو او یا د هغه د احتمالي وژنې په تړاوو وايي، چې که ملا اختر منصور وژل شوی وي، نو د طالبانو په لیکو به تاثیر ولري.

د محمد یحیی په نوم يوه محصل وویل "د یوه رهبر په نه شتون کې کېدلی شي، اختلافات رامنځته شي."

افغان حکومت د دې کال په جولاۍ کې د ملا عمر مړینه تائید کړه، له هغې وروسته طالبانو ملا اختر منصور د خپلې ډلې مشر وټاکه خو سمدواره په طالبانو کې اختلافات را پیدا شول.

په فراه کې طالبانو بل نوی مشر د ملا رسول په نوم ونوموه او له اختر محمد منصور سره یې اختلافات پیدا کړل.

XS
SM
MD
LG