د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان داعش ته: افغانستان موږ ته راپریږدئ


طالبانو په دغه پرانیستی لیک کې په افغانستان کې وسله والو ډلو ترمنځ د وینو د تویدو په باب اندیښنه هم څرګنده کړې ده.
طالبانو په دغه پرانیستی لیک کې په افغانستان کې وسله والو ډلو ترمنځ د وینو د تویدو په باب اندیښنه هم څرګنده کړې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو سره د طالبانو د ډلې د نایب او د رهبري شورا د سرپرست ملا اختر محمد منصور یو پرانیستی لیک شریک کړی، چې په دی وروستیو کې د داعش د ډلې مشر البغدادي ته استول شوی دی.

ملا منصور په دغه لیک کې البغدادي ته مشوره ورکړې چې په افغانستان کې دې د جګړې د مرکزونو د ډیروالي مخه ونیسي.

ملا منصور په دغه لیک کې عبدالله اعزام، اسامه بن لادن، ابو مصعب الزرقاوي او خطاب د تیرو کړنو ستاینه کړې او هغوی یې د افغانستان د جهادي مدرسې د شاګردانو په توګه یاد کړي دي.

بن لادن او الزرقاوي نړیوال ترهګر وو چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د زرګونو ولسي خلکو په وژنو تورن وو. ​

داعش او طالبانو ترمنځ جګړې

طالبانو په افغانستان کې د داعش د ډلې د حضور په باب د دې مخکې څرګندونې نه وې کړي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان په افغانستان کې د داعش حضور مني او د دغې ډلې د فعالیتونو د دوام په صورت کې د طالبانو او د داعش د جنګیالیو ترمنځ د احتمالي نښتو خبرداری ورکوي.

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د تیرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د داعش په نوم د وسله والو ډلو د فعالیت د پیلدو په باب رپوټونه ورکول کيږي خو یو شمیرافغان کارپوهان دا ګڼي چې دغې ډلې د رښتنینې حضور په پرتله رسنۍ د داعش د فعالیتونو په اړه له مبالغې ډک راپورونه ورکوي.

افغان امنیتي ځواکونه وایي چې په تیرو نږدې څلورو اونیو کې د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو او د هغه شمیر جنګیالو ترمنځ چې ځانونه د داعش د ډلې جنګیالې بولي نښتې شوي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو جنګیالې لږ تر لږه د دغه ولایت له پنځو ولسوالیو څخه شړل شوي دي.

دغه پوځي چارواکي وایي چې اوس د طالبانو او د داعش پلوه ډلو ترمنځ د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ او د دغې ولسوالۍ شاوخوا پرتو نورو ولسوالیو ته جګړه پراخه شوې ده.

طالبانو ته د داعش ګواښ

د افغانستان د پوځي چارو یو شمیرکارپوهان البغدادي ته د طالبانو د شورا د چارواکو لیک د طالبانو د ژورو اندیښنو زیږنده بولي، چې په افغانستان کې د داعش د ډلې له ظهور وروسته دا ډله ورسره مخ ده.

د افغانستان د پوځي چارو یو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل امریکا غږ ته وویل چې طالبانو اوس په رښتیا د داعش ګواښ احساس کړی دی.

جنرال امرخیل وویل "طالبان په دې ویره کې دي چې مبادا د دوی غټه ډله هغې خوا ته وانوړي او که واوړي نو دوی خودبخود له منځه ځي".

جنرال امرخیل وایي، په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښتو دا وښوده، چې طالبانو په دغو دواړو ولایتونو کې د داعش په وړاندې ماتې خوړلې ده او خپلې تر واک لاندې سیمې یې دغې ډلې ته پریښي دي.

جنرال امرخیل وایي داعش نه یوازې په افغانستان کې بلکې په منځنۍ آسیا او د نړۍ نورو برخو کې د خپل حاکمیت د ټینګولو نیت لري او یو نړیوال نظر لرونکې ډله ده.

د پوځي چارو دغه افغان کارپوه وایي چې په افغانستان کې د دعش لومړی هدف د طالبانو له منځه وړل دي.

د جګړو له امله د کلیوالو بې ځایه کیدل

په جلال اباد کې یو شمیر کسانو چې تازه د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړو وروسته دغه ښارته کډه شوي امریکا غږ ته ویلي چې دوی د دغو ډلو ترمنځ د نښتو د دوام له ویرې دغه ښارته په کډه شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو د دغو ډلو له نښتو وروسته یوازې د بټي کوټ له ولسوالۍ څخه جلال اباد ته د یو شمیر کلیوالو کډه کیدل تائید کړي دي.

XS
SM
MD
LG