د لاس رسي وړ اتصالات

ملا رؤوف: د ملا منصور ملاتړ په زیاتیدو دی


افغان حکومت ویلي چې د هغو وسله والو مخالفینو خلاف به جګړې ته ادامه ورکړي چې د سولې د پروسې سره نه یو ځای کیږي.
افغان حکومت ویلي چې د هغو وسله والو مخالفینو خلاف به جګړې ته ادامه ورکړي چې د سولې د پروسې سره نه یو ځای کیږي.

د اسوشیټیډ پریس خبرې آژانس د ملا روف له قوله ویلي دي چې د طالبانو ناراضه قوماندانان یو د بل پسې د ملامنصور سره یو ځای کیږي.

ملا روف، چې ملا رسول ته نږدې قوماندان دی، ویلي دي چې د طالبانو هغه مشران چې د ملاعمر په ځای د ملا منصور د ټاکلو په اړه یې اعتراض کاوه اوس زړه نازړه یو د بل پسې د هغه سره یوځای کیږي.

ملا روف ویلي دي چې «موږ ټول د ملا اختر منصور خلاف دریځ ونیوی، خو اوس یو د بل پسې د هغه سره یو ځای کیږو. د دې نه بغیر چې د تغیراتو غوښتنه وکړو.»

د ملاعمر د مړینې د خبر د خپریدو وروسته، د طالبانو ترمنځ د هغه د ځای ناستې په سر اختلافات پيدا شول. د طالبانو یو شمیر مشرانو وویل چې ملامنصور، چې یو شمیر طالبانو لخوا د ملاعمر په ځای ټاکلی شوی و، قصدا دوی خطا ایستلي وو.

د طالبانو ترمنځ اختلافات د دې سبب شول چې د پاکستان په منځګړتوب د سولې خبرې ناکامه شي او د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ جګړه وشي.

د ملاعمر ورور او د هغه زوی یعقوب هم د ملا منصور سره یو ځای شوي دي.

ملا روف وویل چې ملا ذاکر چې د طالبانو نظامي قوماندان و، د ملامنصور لخوا په ۲۰۱۴ کال کې ليري شو او ملا رسول ته دوه وفاداره قوماندانان، ملاجان او نیازمحمد ملامنصور ته تللي دي. ملا حسن رحماني، چې د کندهار پخوانی والي و، تیره میاشت په یو بیان کې ویلي وو چې د ملامنصور ملاتړ کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو پخواني وزیر ملا غوث ویلي دي چې هغه هیله من دی چې د طالبانو ترمنځ اتحاد به د سولې د راتلونکو خبرو د بریالي کیدو سره مرسته وکړي.

که څه هم ملا رسول تر اوسه د یو ځای کیدو خبره نه ده کړې، خو ملا منصور فراه ته خپل استازي استولي دي چې د هغه سره وګوري. محمد غوث ویلي دي چې «داسې مذهبي دلیل نه شته چې هغه (ملا رسول) د اکثریت سره یو څای نه شي، او زه فکر کوم چې موږ به ډیر ژر ټول سره یو ځای شو.»

د طالبانو اتحاد، چې په دغه ډلې کې مذهبي مشران یې منځګړتوب کوي، هیلې پیدا کړي دي چې دغه ډله به بیرته سولې ته حاضره کړي تر څو چې ۱۵ کلنه جګړه پای ته ورسیږي.

د افغانستان حکومت ویلي دي چې د هغو وسله والو مخالفینو خلاف به جګړې ته ادامه ورکړي چې د سولې د پروسې سره نه یو ځای کیږي.

د سولې د عالي شورا یو لوړرتبه چارواکي عبدالحکیم مجاهد ویلي دي چې «د سولې د راتګ هیلې موجودي دي، دا څکه چې امریکا او چین هم [په خبرو کې] شامل دي.»

د سیاسي چارو یو کارپوه، نظر محمد مطمین اسوشیټیډ پریس ته ویلي ديچې د طالبانو اتحاد به د سولې د پروسې لپاره «موثره او ښه» وي.

خو کیدای شي چې د دوی اتحاد دوی ته د جګړې په ډګر کې هم ګټه ورسوي.

که څه هم تیر کال د طالبانو ترمنځ اختلافات موجود وو. خو، طالبانو وتوانیدل چې کندز د څو ورځو لپاره ونیسي. د طالبانو لخوا د کندز نیول د ۲۰۰۱ کال راهیسې د دوی لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه وه.

په کابل کې یوه غربي چارواکی، چې د طالبانو په اړه استخباراتي معلوماتو ته لاسرسۍ لري، وویل چې، «د طالبانو مشرۍ د خطر سره مخامخ ده، خو دغه ډله نه.»

دغه چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط اسوشیټیډ پریس ته دغه خبره کړې ده. هغه زیاته کړې ده چې منصور د طالبانو د مشرانو نه یو مشر دی او د طالبانو داسې ډیر مشران شته چې د هغه ملاتړ نه کوي. دغه غربي چارواکي دا خبره هم کړې ده چې داسې معلومیږي چې د طالبانو دغه قوماندانانو د منصور سره د خپلو اختلافاتو نه لاس اخیستی دی، او دا یې «درک کړې ده چې ښه ده چې په ګډه کار وکړي.»

منبع: اسوشتیتید پرس،

ژباړه: د امریکا غږ خبریال روښان نورزي

XS
SM
MD
LG