د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: روان کال کې له څلورو زرو زیات افغانان په کرونا اخته شوي


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، چې په کابل کې د کرونا ویرس د درناوغۍ تشخیص او درملنه د افغان – جاپان روغتون له لارې او په ولایتونو کې د انتاني ناروغیو د درملنې په روغتونونو کې ترسره کیږي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، چې په کابل کې د کرونا ویرس د درناوغۍ تشخیص او درملنه د افغان – جاپان روغتون له لارې او په ولایتونو کې د انتاني ناروغیو د درملنې په روغتونونو کې ترسره کیږي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د کرونا ویروس د څلور زره او ۱۶ مثبتو پیښو د ثبت خبر ورکړی دی، چې له امله یې ۲۳ کسانو ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

ددغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوايي پنځمه) د عامې روغتیا د وزارت د ایکس په پاڼه په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې سږکال په تیرو څلورو میاشتو کې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر کم شوی دی.

ډاکټر شرافت زمان امرخیل ویلي:" موږ په ټول افغانستان کې د ۱۰۷ سایټونو له لارې د کرونا ویروس د ناروغانو تشخیص کوو. البته زمونږ سایټونه اوس هم فعال دي او د هغو ناروغانو چې د [کرونا] علایم ولري د هغوی تشخیص چارې په کې ترسره کیږي."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې په کابل کې د کرونا ویرس د درناوغۍ تشخیص او درملنه د افغان – جاپان روغتون له لارې او په ولایتونو کې د انتاني ناروغیو د درملنې په روغتونونو کې ترسره کیږي.

که څه هم په نړۍ کې د کرونا ویروس ناروغۍ درملنه د بیړني حالت څخه وتلې، خو افغانستان په څیر هیواد کې چې د اوږدې جګړې له امله یې روغتیايي زیربناوې کمزورې شوي لا هم دا ناروغي له خلکو ژوند اخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان د تیرې پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸ په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د کرونا د پیښو په وضعیت کې د یو نسبي ثبات وروسته د کوچني اختر دمخه ددغې ناروغۍ پیښې زیاتې شوې وې، خو د روان کال په ۱۵ اونۍ کې دا پیښې بیرته کمې شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې په روان کال کې د اپریل تر ۱۸ ورځې په مجموعي ډول ۳۹ زره او ۷۹۳ شکمنې پیښې په دولتي لابراتوارونو کې معاینه شوي چې له ډلې یې ۳۵۲۰ پیښې مثبتې ثبت شوي. همداشان ۲۳ تنو پر دغې ناروغۍ خپل ژوند هم له لاسه ورکړی، چې اوه تنه یې ښځې دی.

دغه سازمان ویلي: " د ۲۰۲۴ کال په پنځلسمه اونۍ کې په دولتي لابراتوارونو کې په مجموعي توګه، ۱۰۳۱ د کرونا ویروس مشکوکې پیښې معاینه شوی چې یوازې ۱۴۶ پیښې یې مثبتې ختلي دي."

د روغتیا نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په ۱۵ اونۍ کې د کرونا ویروس په ناروغۍ د اخته کیدو فیصدي، ۱۴.۲ سلنه وه چې د همدې کال د ۱۴ اونۍ پرتله ۶۳.۱ سلنه کموالی ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په دغو ۱۵ اونیو کې په کرونا د ټولو اخته شویو کسانو یو زر او ۶۷۹ چې د ټولو اخته شویو کسانو ۴۷.۷ فیصده کیږي ښځې وې.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۴ په افغانستان کې د کرونا ویروس د لومړۍ مثبتې پیښې د ثبت وروسته تراوسه پورې په دولتي لابراتوارونو کې ددغې ناروغۍ ۹۸۰ زره او ۵۳۳ مشکوکې پیښې معاینه شوي دي.

افغانستان کې د هرات په ولایت کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه، د کرونا لومړنۍ پیښه ثبت شوې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG