د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او د افغانستان مخالف ګوندونو د سولې خبرې پیل کړي


آرشیف
آرشیف
طالبانو او د افغانستان د حکومت اپوزیسیون مشرانو د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغانستان د حکومت سیاسي ګوندونو په ګډه د طالبانو او ګلب الدین حکمتیار د ډلو سره په دې ورستیو کې خبرې پیل کړي دي. دغه خبرې په دې هیله پیل شوي دي چې د ولسمشرۍ د راتلونکي کال د ټاکنو مخکي، چې په لړ کې به یې د ولسمشر کرزي پرځای نوی ولسمشر ټاکل کېږي، او د بهرنیوو ځواکونو د پوځي ماموریت د ختمیدو مخکي، د سولې موافقه ترلاسه کړي.


دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د حکومت د اوپوزیسون له خوا دا تاییدېږي چې د افغانستان جګړې ته د سیاسي حل لارې د پیدا کولو په موخه یې د طالبانو سره مستقلي او د یوه نوي چینل له لارې خبري پیل کړي دي. د طالبانو دوو لوړ پوړو چارواکو هم د اسوشیټید پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبان هم غواړي چې په دې لړ کې مخ پر وړاندې ولاړل سي او پر دې باندي هم غور کوي چې خپل د سولې د خبرو ستر مرکه چي بدل کړي.


د طالبانو او حزب اسلامي سره به تفاهم د افغانستان اپوزیسون ته د دې چانس ورکړي چې د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې یو مشترک کاندید وړاندي کړي او د ولسمشر کرزي د حکومت وروسته په ګډه یو حکومت تاسیس کړي. په کابل کې د زیات شمیر خلګو سره دا ویره ده چې د څو ګوندونو مشترک حکومت بدیل به ښايي د۱۹۹۰ کال کورنۍ جګړه وي چې کابل یې وران ویجاړ کړی.

خو د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د پردې شا خبرو او پټو لیدوکاتو په صورت کې دا اوس ګرانه شوې ده چې معلومه سي چې څوک د چا سره خبري کوي.

د تیرکال په پيل کې ولسمشر کرزي چې تل ټینګار کوي چې د طالبانو سره خبري باید د هغه د حکومت له لارې وسي، ویلي وو چې حکومت یې د امریکا او طالبانو سره درې اړخیزې خبري پیل کړي دي چې موخه یې د افغانستان شخړې ته د سیاسي حل لارې موندل دي. خو امریکا او طالبانو ددغه راز خبرو ترسره کېدل رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG