د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ نیولې ده


د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ ددغه ولایت په ختیځ کې د خوست ولایت سره په پوله کې پرته ده.
د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ ددغه ولایت په ختیځ کې د خوست ولایت سره په پوله کې پرته ده.

د پکتيا ولایتي چارواکي وايي، چې د پرون ورځې له سختې جګړې وروسته افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه د جاني خېلو له ولسوالۍ څخه شا تګ کړی او ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل امريکاغږ ته وويل، جګړه چې پرون سهار سلګونو وسله والو طالبانو پيل کړې، لاهم روانه ده او دواړو غاړو ته په کې درانه تلفات اوښتي دي.

نقيب احمد اتل وویل، چې تردې مهاله دوی ته د څه باندې پنځوسو طالب وسله والو د مرګ ژوبلې راپورونه رسيدلي دي.

ښاغلي اتل وویل، چې په دې نښتو کې پنځه پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نقيب احمد اتل دغه راز وويل، چې د امنيتي ځواکونو يو شمېر وسايط او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي، خو زياتوي، چې سيمې ته مرستندويه سرتېري رسيدلي او پر طالبانو د بريد لپاره چمتووالی نيسي.

خو د پکتيا د ولايتي شورا غړي جنت خان څمکني امريکاغږ ته وويل، چې جاني خېلو ولسوالۍ ته غځېدلې لاره د لوړاي په غرنۍ سيمه کې طالبانو په ماينونو فرش کړې او امنيتي ځواکونه مخته نشي تللی.

نوموړي له مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چې په جګړه کې له بوختو امنيتي ځواکونو سره د مرستې لپاره هوايي ځواک ورلېږي، کنه د ده په وينا د څمکنيو ولسوالي هم د سقوط له خطر سره مخ ده.

د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې ولسوالي او ټول وسايط يې نيولي دي. ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې په دغو نښتو کې یې لسګونه افغان امنیتي سرتیري مړه اوټپیان کړي دي.

تیره میاشت وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت مرکز ګردیز سره د جاني خیلو ولسوالۍ لاره د ډیرو ورځو لپاره تړلې وه، چې بیا وروسته افغان امنیتي ځواوکونو دغه لار پرانیستله.

د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ چې یوه غرنۍ ولسوالۍ ده ددغه ولایت په ختیځ کې د خوست ولایت سره په پوله کې پرته ده.

ننګرهار کې د لسګونووسله والو طالبانو د وژلو ادعا

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوګیاني امریکا غږ ته وویل چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د دغه ولایت د حصارک په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په مخامخ جګړو او هوایي بریدونو کې د لسو طالب قوماندانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون نهه شپېته وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور زخمیان دي.

عطالله خوګیاني وویل، چې په جګړو او بمباریو کې ملکي وګړو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

د سیمې یو اوسېدونکی وایي بیګاه شپه هم په دغه ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې، خو هغه وویل چې په جګړه کې د پیښې شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه د ننګرهار د ولایتي چاروکو د ادعاوو په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.

خو طالبانو تیره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د حصارک ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو په وروستي یو مرکز هم بریدونه کړي چې په کې اته افغان سرتیري وژل شوي او ۱۲ نورټپیان شوي دي.

د حصارک پر ولسوالۍ د تېرو دریو شپو راهیسې جګړه بیا توده شوې او حکومتي چارواکي وایي چې لس حکومتي پوستې اوس مهال له طآلبانو سره دي خو هڅه کوي چې بېرته یې ونیسي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG