د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د سولې په خبرو کې مو د ګډون پرېکړه نه ده کړې


طالبانو د سولې په اړه په راتلونکې غونډې کې د خپلو استازو ممکنه ګډون تش "افواهات" بللي دي.

طالبانو د سولې په اړه په راتلونکې غونډې کې د خپلو استازو ممکنه ګډون تش "افواهات" بللي دي.

د افغان طالبانو له ادرسه رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې په صراحت سره ویل شوي، چې طالبانو د سولې په څلور اړخیزې غونډې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

په کابل کې څه موده مخکې د امریکا، چین پاکستان او افغانستان د سولې په وروستۍ څلور اړخیزې غونډې پرېکړه وشوه چې د مارچ په لومړیو کې به له طالبانو سره مخامخ خبري پیلیږي او پاکستان به یې کوربه وي.

خو، طالبانو په دغې غونډې کې د خپلو استازو ممکنه ګډون تش "افواهات" بللي دي.

د طالبانو په اعلامیې کې ویل شوي "د اسلامي امارت محترم زعیم په دي غونډو کې د ګډون لپاره هیچا ته هم وظیفه نه ده سپارلې او نه هم داسلامي امارت رهبري شورا په دي غونډو کې د ګډون فیصله کړې ده."

طالبان وايي له یوې خوا افغان او بهرنیو ځواکونو د هغوی پر ضد پراخ پوځي عملیات او هوايي بمباریو ته زور ورکړی دی او له بلې خوا له هغوی سره د سولې د خبرو هلې ځلې هم زیاتې شوي دي.

هغوی یو وارې بیا د سولې د خبرو لپاره خپل زاړه شرطونه مخې ته کړي چې، له افغانستان نه په بشپړ ډول د بهرنیو ځواکونو وتل، له تورلست نه د هغوی د ځینو مشرانو د نومونو لېرې کول او د بندیانو پرېښودل شامل دي.

XS
SM
MD
LG