د لاس رسي وړ اتصالات

مطبوعات: اوسني طالبان زیات بې رحمه دي


مطبوعات: اوسني طالبان زیات بې رحمه دي

مطبوعات: اوسني طالبان زیات بې رحمه دي

د ایګزامنر ورځپاڼه چې په واشنګټن کې خپریږي د اګست د لسمې په ګڼې کې د نوي نسل طالبانو په اړه لیکي چې دوی ډیر سخت زړي دي.

ورځپاڼه مثالونه راوړی او وايي چې تیره میاشت د افغانستان په شمال کې یو شمیر طالبانو چې د شلو په شاوخوا کې یې عمرونه وو، د یوه قراردادي کورته ننوتل او څلورتنه افسران او ځانونه یې ووژل. همدارنګه یوه میاشت مخکې یواځې یو دیارلس کلن هلک په کندهار کې په یوه واده کې د ځان په چولو سره څلویښت کسان ووژل او اتیا نور یې ټپیان کړل.

ایګزامنرد امریکا د استخباراتي رپوټونو په استناد لیکي دغه حملې ښیي چې د لویدیزو هیوادونو سره په جګړه کې په تیرو نهو کلونو کې د افغانستان نوی نسل څومره سخت دریزه شویدی. دوی اوس دا ښه ګڼي چې د یوه جنګسالارد قوماندې لاندې او د عادي جګړې پرځای ځان مرګي بریدونه وکړي.

امریکايي مامورینو ایګزامنر ورځپاڼې ته ویلي دي چې د پاکستان، سعودي عربستان، فلسطین او نورو هیوادونو یاغیان د ځوان نسل په غوږونو کې خاص جهاد څڅوي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان مامورین دې نه ویره لري چې د نوي نسل طالبان له

پخوا نیو نه ډیر زیات بیرحمه دي او وضعه نوره هم خرابۍ خواته روانه ده.

په افغانستان کې یوامریکايي پوځي مامو روايي، نه پوهیږي هغه وخت چې د پاخه عمر طالبان مړه شي او خپل ځای نویو طالبانو ته ورکړي، دوی به څه ډول چال چلند غوره کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، پوځي مامورین دې نتیجې ته رسیدلي دي ،هغه طالبان چې تنکي ځوانان دي یا د ا چې د شلو په شاوخوا کې عمرونه لري او د هغو طالبانو په سیوري کې لوی شوي دي چې د امریکاد یرغل په وخت کې له قدرت نه وغورځول شول، ډیر توپیر لري.

پخوانيو طالبانو جهادي مفکوره نه لرله، ترورستان نه وو او نه یې هم د القاعده له تاکتیکو نه کاراخیستل. خو د اوسني نسل طالبان چې د پاکستان د مهاجرو په کمپونو کې لوی شويدي او د القاعده مفکوره هلته خپره وه، دوی یواځې د هماغه کمپ له فضا نه خبردي او بس. دوی د لشکرې طیبه نه الهام اخلي چې په سیمه کې ترټولو لویه جګړه ماره ډله ده. پوځي مامورین وايي چې اوس لشکرې طیبه په کنړ، ننګرهار، کندهار او حتی په کابل کې حضور لري. امریکايی او افغان چارواکي په دې اندیښنه دي چې د حملو د زیاتوالي له کبله د سپتمبر د اتلسمې نیټې پارلماني انتخابات څنګه سرته ورسیږي

XS
SM
MD
LG