د لاس رسي وړ اتصالات

قطر: پر خوشي شوو طالبانو پوره کنټرول لرو


سي ان ان وايي د ګوانتنامو نه د پنځو پرېښودل شویو طالب مشرانو له ډلې یې یو، هڅه کړې چې بېرته ترهګریزو فعالیتونو ته وروګرځي.
سي ان ان وايي د ګوانتنامو نه د پنځو پرېښودل شویو طالب مشرانو له ډلې یې یو، هڅه کړې چې بېرته ترهګریزو فعالیتونو ته وروګرځي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چې وايي له ګوانتنامو زندان څخه د پنځو خوشي شویو طالب مشرانو له ډلې څخه یې یوه، ترهګریزو فعالیتونو ته د بېرته ورګرځېدلو هڅه کړې ده.

وزیر خالد العطيه وویل "دا خبره بلکل غلطه ده، هغوی له امریکا سره زموږ د شوي تړون له مخې، ژوند کوي."

دغه پنځه طالب چارواکي د یو امریکايي سرتېري په بدل کې له ګوانتنامو زندان څخه ازاد او قطر ته ولېږدول شول، طالبانو په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې امریکايي سرتېري بوی برګډال نیولی و.

د ولسمشر اوباما او د قطر د امیر ترمنځ د شوي تړون له مخې باید د دغو پنځو طالب مشرانو څار وشي چې بېرته ترهګریزو فعالیتونو ته ورونه ګرځي.

سي ان ان تلویزیون تېره اونۍ راپور ورکړ چې د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکي شک لري چې د ګوانتنامو زندان د پنځو طالب مشرانو له ډلې یې یو، په افغانستان کې د طالبانو له مشکوکو غړو سره "اړیکه نیولې" او هغوی یې ترهګریزو فعالیتونو ته هڅولي دي.

دغه پنځه طالب چارواکي د یو امریکايي سرتېري په بدل کې له ګوانتنامو زندان څخه ازاد شول.
دغه پنځه طالب چارواکي د یو امریکايي سرتېري په بدل کې له ګوانتنامو زندان څخه ازاد شول.

د رویټرز خبري آژانس په حواله، که دا خبره رښتیا شي، نو دا به د ولسمشر اوباما لپاره یو بل سیاسي سرخوږی وي، ځکه هغه د کوانتنامو زندان د تړلو هڅه کوي او نورو هېوادونو ته یې د زندان د بندیانو د لېږدولو او سپارلو بهیر هم چتک کړی دی.

خو ښاغلي العطیه چې د اتلانتیک مجلې له لورې په یوې جوړې شوې غونډې کې خبرې کولې، ډاډ ورکړ چې دا اندېښنې بې ځایه دي او امریکا او قطر استخباراتي ادارې به " هرڅه وڅاري او هره هغه څه چې کیږي په اړه یې معلومات ټول کړي. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هېچا هم افغانستان ته د بېرته تللو هڅه نه ده کړې."

طالبانو له ګوانتنامو زندان څخه د خپلو پخوانیو مشرانو خوشې کېدل یوه بریا وبلله او په هماغه وخت کې افغان چارواکو د دغه کار ستاینه وکړه او هیله یې وښوده چې له طالبانو سره به د سولې په مذاکراتو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG