د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: قطر ته مو د سولې د خبرو لپاره، پلاوی نه دی استولی


طالبان وايي چې د دوی استازي به په قطر کې د پګواش په نامه کنفرانس کې د افغانستان په اړه د " اسلامي امارت" دریځ او نظر څرګندوي.
طالبان وايي چې د دوی استازي به په قطر کې د پګواش په نامه کنفرانس کې د افغانستان په اړه د " اسلامي امارت" دریځ او نظر څرګندوي.

وسله وال طالبان وايي دوی له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره قطر ته کوم پلاوی استولی نه دی، بلکې په یو نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره یې د اتو کسانو یو هیات دوحې ته لیږلی دی.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوی استازي به په قطر کې د پګواش په نامه کنفرانس کې د افغانستان په اړه د " اسلامي امارت" دریځ او نظر څرګندوي.

دغه اعلامیه چې د طالبانو د یو ویاند ذبیح الله مجاهد له ایمیل ادرس نه رسنیو ته استول شوې ده،په کې په ښکاره ویل شوي " په نوموړي کنفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د پلاوي ګډون په هېڅ ډول د سولې او مذاکراتو د خبرو په معنی نه دی."

طالبان وايي د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی یې په دغه کنفرانس کې د دوی استازیتوب کوي.

ویل کیږي چې دغه کنفرانس د شنبې په ورځ پیلیږي او دوه ورځې به روان وي.

طالبانو وړاندې هم په جاپان او فرانسې کې په یو شمېر کنفرانسونو کې د ګډون لپاره خپل استازي استولي وو.

د سولې شورا له طالبانو سره خبرې کوي
وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا ویلي وو چې د جمعې په ورځ یې قطر ته د ۲۰ کسانو یو پلاوی استولی چې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي.

دشورا مرستیال عطاالله لودین وایي چې پلاوی به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د طالبانو سره ابتدایي خبرې وکړي.

نوموړی وايي "دغه آزادې خبرې په افغانستان کې په سوله ولاړې دي، په دې کې به د افغانستان، پاکستان، طالبانو او نورو موسسو استازي گډون وکړي."

هغه زیات کړه چې د سولې د عالي شورا غړي به په قطر کې د طالبانو او د حزب اسلامي د ډلې له استازو سره وگوري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG