د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د روژې لپاره د اوربند غوښتنه رد کړه


طالبان ادعا کوي چې لا هم په افغانستان کې په زرګونو بهرني ځواکونه میشت دي او دا ډله د دغو ځواکونو په وړاندې جګړې ته دوام ورکوي
طالبان ادعا کوي چې لا هم په افغانستان کې په زرګونو بهرني ځواکونه میشت دي او دا ډله د دغو ځواکونو په وړاندې جګړې ته دوام ورکوي

طالبانو د روژې په میاشت کې د اوربند په باب د افغانستان د دیني عالمانو سترتاسري شورا غوښتنه رد کړې او ویلي دي چې په دغه میاشت کې به دوی جکړو ته زور ورکړي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې چې د دغې ډلې د یو ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته استول شوې ویلي چې افغانستان لاهم د بهرنیو ځواکونو تر اشغال لاندې دی.

مجاهد په دغه اعلامیه کې ویلي " داچې جهاد عبادت دی، او د رژوې مبارکه میاشت د عبادت لپاره تر ټولو نورو وختو غوره ظرفیت لري، د بنده ګۍ او دالله په لاره کې د ستړیو ګاللو له پلوه د روژې میاشت د نورو ټولو میاشتو په نسبت ډيره وړ او مناسب زمانه ده، دمکې مکرمې دفتحي په شمول داسلام ستري غزاګاني په همدې مبارکه میاشت کي شوي نو د اسلامي امارت مجاهدین هم ان شاءالله کلک هوډ لري چې د روژې میاشتې په راتګ سره به نه تنها داچې جهاد نه دروي بلکې لا به هم قوت او پراختیا ورکوي".

د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان د دیني عالمانو سرتاسري شورا غړو د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني سره په ارګ کې د کتنې وروسته په یو بیان کې په افغانستان کې په جګړه کې د ښکیلو خواوو څخه د روژې په میاشت کې د اوربند د ټینګدلو غوښتنه کړي وه.

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا یو غړي مولوي محمد شفیع امریکا غږ ته وویل چې دیني عالمانو د خپل دیني مکلفیت له مخې د ښکیلو خواو څخه دا غوښتنه کړې ده.

مولوي شفیع وویل "د دې لپاره چې د روژې میاشت د عباداتو میاشت ده او د حرمت میاشت ده په دې کې ټول مسلمانان الله ته رجوع وکړي ، دغو اصولو ته په پاملرنې مونږ له جانبینو څخه دا خواهش کړی دی چې باید په دغه میاشت کې د تشنج د خون ریزي او مخالفتونو څخه لاس واخلي او اوربند وکړي نو دا به د ټول ملت په ګټه وي ".

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا ویاند محمد قاسم حلیمي هم وایي چې د دوی دا پیغام یو دعوتي پیغام دي.

اټکل کیږي چې په افغانستان کې به روژه د دې اونۍ په وروستیو کې پیل شي خو لا تراوسه دا لا نه ده معلومه چې روژه به په کومه ورځ پیل شي.

XS
SM
MD
LG