د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د سولې د شورا په غوښتنه سلګونه زندانیان خوشې کړي


افغانستان د سولې د شورا په غوښتنه سلګونه زندانیان خوشې کړي
افغانستان د سولې د شورا په غوښتنه سلګونه زندانیان خوشې کړي

د افغانستان د عدلېې وزیر وايي د سولې د عالي شورا له لوري د وړاندیز شویو هغو زندانیانو نه یې اووه سوه بندیان خوشې کړي چې د ترهګرۍ په تور بې ځایه، بې اسنادو او د غلطو راپورونو په اساس نېول شوي وو او پدې لړ کې د باګرام له زندان یوولس سوه نور زندانیان چې د افغان حکومت له عادي زندانونو سره تړاوو نه لري هم خوشې شوې دي.

د عدلېې وزیر حبیب الله غالب په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ددغو زندانیانو د خوشې کولو وړاندیز د سولې شورا د سولې د راوستو د پروسې د زمینو د برابرولو په موخه کړی وو چې د جمهور رئیس کرزي په حکم منل شوی دی.

د عدلېې وزیر دا ډول په روان لمریز کال کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده د شاوخوا پنځه زره او پنځه سوه زندانیانو چې خوشي شوي خبر هم ورکړ وی ویل چې د جمهور رئیس د مختلفو فرمانونو له مخې دا زندانیان له زندان ازاد شوي دي او پکې په ګڼو جرمونو ښکېل مجرمین شامل وو.

د عدلېې وزیر وايي په زندانونو کې د ناسمو شرايطو او زندانونو کې د خراب حالت ته په کتو یې د تخفیف او عفوې له لارې هم یو لړ بندیان خوشې کړي دي، هغه وویل د زندانونو وضعیت دومره ښه ندی او په همدې ملحوظ یې هغه زندانیان چې عمرونه یې زیات وو او یا ښځینه بندیانې چې واړه ماشومان ورسره وو هم پدې فرمانونو کې راغلي دي.

بل لورته د عدلېې وزیر وايي د هغو زندانیانو لپاره چې د حبس اوږده موده یې تېره کړې د تخفیف لپاره یې هم هڅي کړي او ادارې د ضعف له وجې یو لړ بندیان چې د حبس موده یې پوره ولې ماليي تاوانونه یې نه وو ورکړي هم خوشې کړي دی.

هغه دا ډول د بندیانو د شکایتونو د اورېدو لپاره د افغان بیسم له مخابراتي شرکت سره تړون هم لاسلیک کړ چې زندانیان به خپل شکایتونه مخامخ وزارت ته لېږلی شي.

XS
SM
MD
LG