د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو لوګر کې برمته کړي څلور قومي مشران بیرته خوشې کړل


وسله‌والو طالبانو دوه مياشتې مخکې په لوګر کې څلور قومي مشران له دولت سره د همکارۍ په تور برمته کړي وو.
وسله‌والو طالبانو دوه مياشتې مخکې په لوګر کې څلور قومي مشران له دولت سره د همکارۍ په تور برمته کړي وو.

د لوګر ځايي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د لوګر د ازرې ولسوالۍ څلور قومي مشران له نږدې دوه مياشتې بند وروسته تېر ماښام خوشي کړل.

د ازرې ولسوال حيمدالله حميد وايي، چې دغه څلور قومي مشران د يادې ولسوالۍ د اکبرخېلو اوسېدونکي دي او له دوې مياشتې مخکې حکومت سره د همکارۍ په تور وسله والو طالبانو برمته کړي وو.

ولسوال حميدالله زياته کړه، په دغو قومي مشرانو کې عبدالستار، ميرغوث الدين، عبدالهادي او حيات نور شامل دي، چې د قومي سپين ږيرو په منځګړتوب تېر ماښام د طالبانو له بند څخه ازاد شول.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد ددې مشرانو د خوشي کولو لپاره د کومې معاملې په اړه څه ونه ويل، خو د لوګر د ولايتي شورا غړی عبدالولي وکيل وايي، چې په بدل کې يې يو ميليون افغانۍ طالبانو ته ورکړې دي.

وکيل امريکاغږ ته وويل، ددغو کسانو د خوشي کېدو په بدل کېطالبانو ورته ويلي وو، چې د ازرې ولسوالۍ ۳۰۰ ځوانان په ملي اردو، ۲۰۰ ځوانان په ملي پوليسو او ١٥٠ ځوانان په سيمه ييز پوليسو کې دي، چې بايد له دندو لاس په سر شي.

نوموړي همداراز وويل، طالبانو ټينګار درلود، چې د اکبرخېلو خلک بايد له خپلو سيمو څخه د امنيتي ځواکونو پوستې هم لرې کړي، خو زياته يې کړه، چې دا غوښتنې يې ځکه ونه منل شوې، چې په حکومت پورې يې اړه درلوده.

د يادونې ده چې ياد قومي مشران شاوخوا دوه مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو د ازرې ولسوالۍ په درې خولې سيمه کې له موټره ښکته او له ځانه سره وړي وو.

تر اوسه وسله والو طالبانو د يادو قومي مشرانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو ددغې ډلې يو وياند ذبيح الله مجاهد څه موده مخکې ځينو رسنيو ته ويلي وو، چې دا کسان يې له حکومت سره د همکارۍ په تور نيولي.

XS
SM
MD
LG