د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په میدان وردک کې برمته کړي لس مسافر خوشې کړي


دا مسافر لس ورځې وړاندې د میدان وردک ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې وسله والو تښتولي وو.
دا مسافر لس ورځې وړاندې د میدان وردک ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې وسله والو تښتولي وو.

د میدان وردک په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي، وسله والو د منځګړو د هڅو په پایله کې هغه لس مسافر خوشې کړي چې نږدې یوه میاشت وړاندې یې ددغه ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې له لارې راکښته کړي وو او له ځان سره یې وړي وو.

د میدان وردک ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منگل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا مسافر یوه میاشت وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا د جلریز ولسوالۍ له خوا برمته شوي وو، د دې سیمې د قومي مخورو او د ولایتي چارواکو په منځګړیتوب راخوشې شوي او خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

عبدالرحمن منگل وویل، چې دا مسافر د میدان وردک ولایت د بهسود او دایمیرداد ولسوالیو اوسیدونکي وو، چې د کابل – بامیان په لویه لار د جلریز په سیمه کې وسله والو طالبانو له موټرو کښته کړي وو او له ځان سره یې وړي وو.

د بامیان – کابل په لویه لاره په وروستیو میاشتو کې د ناامنیو د پیښو د پراخیدو او د وسله والو له خوا د سړي تښتونې د پیښو د زیاتیدو له امله د بهسود او دایمیرداد ولسوالیو یو شمیر اوسیدونکو دا لویه لار د اونۍ د غاښې په سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

د میدان وردګ د والي ویاند وایي، سیمه ایزو مخورو سره خبرې شوي او تمه ده چې دا لار به ژر بیرته پرانیستل شي.

ښاغلي منګل وویل " د میدان وردک د ولایت مقام او قومي مشران له څه مودې راهیسې په دې هڅه کې وو چې په دغه لارد سړي تښتونې مسلې ته یو دایمي حل پیدا کړي، له نیکه مرغه تښتول شوي مسافر راخوشې شوي او همدارنګه لار به هم ژر پرانیستل شي".

د بلې خوا د بامیانو والي د خپل فیس بوک په رسمي پاڼه د هغو څلور بامیاني محصلینو د خوشې کیدو خبر ورکړی چې د وسله والو له خوا څه موده وړاندې د غور په ولایت کې تښتول شوي وو.

XS
SM
MD
LG