د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د کندز له ښارڅخه په شا شوي


کندز کې له نهو ورځو جګړو وروسته نن چې له دغه ښار طالبان وتلي د ښار ډیرې برخې په جګړه کې په کنډوالو بدلې شوي دي.
کندز کې له نهو ورځو جګړو وروسته نن چې له دغه ښار طالبان وتلي د ښار ډیرې برخې په جګړه کې په کنډوالو بدلې شوي دي.

تیر ماښام د کندوز د ښار ختیځه سیمه چله مزار کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه وه، دغې جګړې تقریبا یو ساعت دوام وکړ. خو د تیارې په زیاتیدو سره ډزې کرارې شوې.

سهار مهال وسله وال طالبان د ښار له ټولو هغو سیمو څخه چې دوی په کې سنګرونه نیولي وو په شا شوي وو، طالبانو په سیمه کې خلکو ته ویلي چې په خپله خوښه دکندوز له ښاره ووځي.

د ایم ایس ایف د هغه روغتون پر دروازه چې تیر ځل د کندوز د سقوط پر وخت د قاطع ملاتړ د قواو له خوا بمبار شوی و، په انګلیسي تورو لیکل شوي چې دوی به بیا کندوز ته راوګرځي.

د ایم ایس ایف روغتون پر دورازه لیکل شوي انګلیسي کلیمې داسې دي:

((NO ONE CAN STOP MUJAHIDEEN, We are coming soon, wait for suicide bomber ”Fidayee”))

"د مجاهدینو مخه څوک نه شي نیولی، مونږ بیرته زر راځو، د ځانمرګو انتظار کوئ".

د کندوز په تیر ځل سقوط کې هم طالبانو د ښار پر دیوالونو باندې د خپل تحریک اړوند ځینې لیکنې کړې وې چې تر ډیره وخته پاتي وې.

د ښار په بیلا بیلو برخو کې سوځیدلي دوکانونه ړنګ شوي دي او مالکان یې ایرې او سوي توکي انتقالوي، د ښار په هره ونه او د بریښنا هره پایه باندې مرمۍ لګیدلي دي، د بریښنا مزي شکیدلي او ځای ځای افغان سرتیري د سوځیدلو مرمۍ ضد وسایطو د سکلیټونو په انتقال بوخت دي.

په جګړه کې دولتي ودانیو ته زیات زیان نه دی اوښتې خو د عامو خلکوډیر کورونه هم د مرمیو د لګیدو له امله سوځیدلي دي، په ځینو سیمو کې عام خلک هم لګیدلي چې یو شمیر یې لا هم په روغتون کې بستر دي.

د کندوز په دغه جګړه کې که په اجتماعي رسنیو کې تر اوسه د وژل شویو کسانو تصویرونه نشر شوي هغه یا د نورو سیمو دي او یا هم د کندوز د تیر ځل سقوط اړوند دي، خو دا ځل یوازې د قهوه خانې په سیمه کې یو جسد موندل شوی چې د پيژندلو نه دی.

د کندوز د ښار په کوڅو او لویو لارو کې دونو ښاخونه لاندې پراته لیدل کیږي، د ودانیو ښیښې ماتې دي او دروازې یې غلبیل شوي دي.

د کندوز د ښار یو تن اوسیدونکی چې د دوکان چت یې سوځیدلی خو په دوکان کې موجود توکو ته یې زیان نه دی اوښتی وايي چې ددوي د ګاونډي دوکان ټول ایری شوی دی"دلته هغه په هر دوکان کې تر سل زرو ډالرو پورې سرمایه درلوده، هیڅ یې ترې نه دي بچ کړي ټوله سرمایه یې له خارو سره خاورې شوه.و".

هغه وايي چې کندوزیانو بیا له سره ژوند پيل کړ او بیا به هڅه کوي چې د ژوند چارې جوړې کړي. خو زیاتوي چې دا ځل له کندوز څخه د وتلیو کورنیو نیمايي که ایله بیرته راستنې شي.

د کندوز د ښار اوضاع شیبه په شیبه مخ پر عادي کیدو ده او خلک د ژوند د پيلولو لپاره هڅه کوي، چا په کراچیو باندې تازه میوه د سرک پر غاړه ایښې او څوک د ښار له منځه کابل ته د سورلیو د وړلو چیغې وهي.

هغه خلک چې په کورونو کې بند پاتي وو، اوس بازار ته راوتلي دي او په کورونو کې د لسو ورځو بندي پاتي کیدو نه وروسته د ازادۍ احساس کوي.

پخواني معلومات

تیره شپه د کندز د ښار په ختیځه خوا کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د یوې درنې نښتې وروسته طالب وسله وال نه یوازې له دغې سیمې بلکې د ښار له نورو برخو هم وتلي دي.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال ګل رحیم نیازمن وایي چې نن په هغو سیمو کې چې تر تیرې شپې په کې طالبان ځای پرځای وو، اوس په کې افغان امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي او طالبان له هغو سیمو وتلي دي.

په دغو سیمو کې چاله مزار، سه درک، زاخیلو، درییمه حوزه، نواباد، بالاحصار سه صد فامیلي، قهوه خانه، خاکنۍ شاملي دي.

طالب وسله وال نهه ورځې وړاندې د کندز په ښار له څلورو خواوو بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې وسله وال د دغه ښار ترمرکزي چوک پورې ورسیدل.

طالبانو د کندز د نن ورځې د وضعیت په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

زمونږ خبریال وایي چې په ښار کې وضعیت د عادي کیدو پرحال کې دي او نن په دغه ښار کې ډیر دکانونه پرانیستل شوي دي.

یو شمیر دکانداران د خپلو سوزیدلو دکانونو په پاکولو او بیا رغولو بوخت دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG