د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ملاعمر زوی د ١٥ ولایتونو نظامي مسؤل وټاکه


د ملاعمر له مړینې وروسته طالبانو په څو ډلو وویشل شول
د ملاعمر له مړینې وروسته طالبانو په څو ډلو وویشل شول

د طالبانو په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ددې غورځنگ د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان عمري او د ملاعمر مشر زوی مولوی محمد یعقوب په رسمي توگه خپلې دندې پیل کړي دي.

طالبانو د دوشنبې د اپریل په څلورمه دغه خبر په داسې حال کې خپور کړی چې د څه مودې راهیسې دغه ډله په خپل منځي اختلافونو اخته شوې ده.

د طالبانو نننۍ اعلامیه دا هم وایي چې د دوی د مشرتابه او د رهبرۍ د شورا د پریکړې سره سم

ملا عبدالمنان عمري د "اسلامي امارت" د رهبري شوری د غړي او د دعوت او ارشاد کمیسیون د رئیس

په توګه او مولوی محمد یعقوب په نظامي کمیسیون کې د ۱۵ ولایتونو د نظامي مسول په توګه تعین شوي دي.

تیر کال د ملا عمر د مړینې د خبر له بربنډیدو وروسته اعلان وشو چې ملا اخترمحمد منصور د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی دی. ددې خبر د خپریدو سره سم د طالبانو د پخواني مشر ورور او زوی د ملا اخترمحمد منصور مشري ونه منله او خپلمنځي جگړې پیل شوی چې د راپورونو له مخې د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې یې سره یو بل ته زیاته مرگ ژوبله واړوله.

د طالبانو په خبر پاڼه کې دا هم نه دي ذکر شوي چې په دې غونډه کې ملا اختر محمد منصور گډون کړی و او که نه او هم نه دي ویل شوي چې دا غونډه چیرته شوی ده.

له بلې خوا د طالبانو د خپلمنځي اختلافونو په لړ کې ملا محمد رسول چې د طالبانو یو لوړپوړی قوماندان دی د ملا منصور نه خپله لاره جدا کړې او هغه یې د ملاعمر په مړینه تورن کړی دی. که څه هم چې طالبانو د ملا اختر محمد منصور تر مشرتابه لاندې د ملا محمد عمر د ورور او زوی د یوځای کیدو خبر ورکړی خو د ملا محمد رسول په اړه یې څه نه دي ویلي.

همداشان څو ورځې مخکې طالبانو ادعا وکړه چې د دوی بل قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر چې د ملا اخترمحمد منصور سره یې مخالفت پیل کړی و بیرته له هغه سره یوځای شوی دی، خو یو لړ نورو منابعو بیا د ملا ذاکر د یوځای کیدو ادعا رد کړی ده.

د ملا محمد عمر د مړینې د خبر خپریدو او تائیدیدو د طالبانو په ډله کې ښکاره انشعابونه رامنځ ته کړل. مولا اخترمحمد منصور چې وروسته بیا د طالبانو مشر وټاکل شو، د ملا عمر د مړینې خبر یې نژدې دوه کاله پټ ساتلی و، او په همدې وجه پرې یو شمیر زیات طالب قوماندانان نیوکې کوي.

XS
SM
MD
LG