طالبان وایي، د حقاني شبکه د پاکستان تر کنترول لاندې نه ده. امریکایي مامورین پر دغه شبکه باندې د هغو یولړ حملو ملامتي اچوي چې په امریکایي هدفونو باندې وشوې او وایي چې د اسلام اباد د استخباراتي ادارې سره اړیکې لري.
یو بیان چې د طالبانو په ویب پاڼه کې خپور شوی، وایي، د بغاوت دغه ټول کارونه مونږه پخپله او پخپل ابتکار کوو. دغه بیان وایي د حقاني د شبکې او د پاکستان د آی ایس آی ترمنځ اړیکې نشته دي.
دغه بیان همدغه راز وایي دغه کوشش چې د حقاني د شبکې موسس جلال الدین حقاني د پاکستان د حکومت سره وتړل شي، یوه هڅه وه چې دغسې وتلي او مشهور شخصیتونه ،د خارجي استخباراتي اداروسره د تړلو په وسیله بدنام کړي.
تیره هفته، د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې ریس مایک مولن، چې د کار دوره یې پوره شویده، وویل چې د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې یو مټ دی او وې ویل چې په کابل کې د امریکا په سفارت باندې حمله او همدا شان ددې میاشتې په سر کې په افغانستان کې د ناټو په اډې باندې حمله د حقاني شبکې د آی ایس آی په مرستې ترسره کړیده.
پاکستان دا تورونه هر ځلې رد کړیدي.
امریکایی مامورینو په دې اخرو ورځو کې په پاکستان باندې فشار زیات کړیدی چې د حقاني شبکه ښه ټینګه وځپي.