د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له چین څخه غوښتي چې د 'یو کمربند، یوه لار' نوښت کې یې شامل کړي


د طالبانو حکومت غواړي چې د چین د ولسمشر شي جینپینګ د «یو کمر بند، یوه لار» په نوښت کې شامل شي او وايي په دې اړه به د خبرو لپاره چین ته یوه تخنیکي ډله واستوي.

د طالبانو یو پلاوی د «چین فورم» کې د ګډون لپاره بیجینګ ته تللی او دغه کار دا څرګندوي چې چین له طالبانو سره د تعامل تګلاره غوره کړې ده.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، چې چین ته د طالبانو د ورغلي پلاوي مشر دی، وویل: «موږ له چین څخه وغوښتل چې اجازه راکړي د پاکستان-چین د اقتصادي دهلیز او یو کمربند او یوه لار د نوښت برخه شو.»

عزیزي د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تله۲۷) د «چین فورم» له غونډې وروسته د رویټرز خبري اژانس ته دا خبرې کړې دي.

د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه پروژه ده چې بیجینګ په کې د میلیاردونه ډالرو پانګونه کوي، لویې لارې جوړوي، د برېښنا بندونه او دا ډول نور تاسیسات رغوي.

عزیزي وویل چې حکومت به یې چین ته یوه تخنیکي ډله استوي، چې په دغه نوښت کې یې د شمولیت په مخکې د پرتو خنډونو په اړه «غوره تفاهم» وکړي، خو ویې نه ویل چې هغه کوم خنډونه دي چې په دغې پروژې کې یې د دوی د شمولیت مخه نیولي ده.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وویل چې افغانستان په دې برخه کې چین ته وړاندیزونه کولای شي. عزیزي زیاته کړه: «چین چې په ټولې نړۍ کې پانګونه کوي، باید په افغانستان کې یې هم وکړي... هغوی چې هر څه ته اړتیا لري، موږ یې لرو لکه لیتم، مس او وسپنه.»

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چین ته تللی او هغه مهال په یوې اعلامیې کې ویل شوي وو چې دواړه هېوادونه چمتو دي ‌د «چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز» د پروژې په اړه له افغانستان سره خبرې وکړي. چین د «یوه کمربند، یوه لار» نوښت څو کاله مخکې پیل کړی خو تراوسه په پاکستان کې په دې پروژې باندې ډیر کم کارشوی دی.

د بلومبرګ رسنۍ هم څه موده مخکې راپور ورکړی و چې د طالبانو حکومت له چین او پاکستان سره توافق کړی چې د «یوه کمربند او یوه لار» پروژه له افغانستان سره هم ونښلوي.

د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دوو کلونو کې په افغانستان کې چینایانو د پانګونې د جلب لپاره ډیرې هڅې کړي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي چې چین په افغانستان کې د پام وړ پانګونه نه ده کړې.

الکوزي امریکا غږ ته څه ورځې مخکې ویلي وو:" چینايي پانګوال غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او راځي ریسرج کوي مګر تراوسه پورې داسې قابل د ملاحظې وړ پانګونه دلته نه ده شوې، په څو وړو وړو پروژو کې د افغانانو سره شریک شوي، خو داسې پانګونه چې قابل د لمس وي نه ده شوې.»

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول. له هغه راهېسې لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي، خو چین له طالبانو سره تعامل روان ساتلی او تازه یې کابل ته خپل سفیر هم واستوه. په بیجینګ کې یې هم د افغانستان د سفارت چارې طالبانو ته سپارل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG