د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په جګړه کې له نويو ماینونو کار اخلي


په افغانستان کې د تیرو شلو کلونو راهیسې د ماینونو د پاکولو کار روان دی، خو اوس هم به دغه هیواد کې په زرګونو ماینونه موجود دي.
په افغانستان کې د تیرو شلو کلونو راهیسې د ماینونو د پاکولو کار روان دی، خو اوس هم به دغه هیواد کې په زرګونو ماینونه موجود دي.

په کندهار کې د پوليسوچارواکي وايي، وسله والو طالبانوپه وروستیو میاشتو کې د سړک د غاړې تر ټولو خطر ناکه ماینونو کارولو ته مخه کړې ده.

لومړی څارن سراج الدین افغانمل چې د کندهار په لویدیځو ولسوالیو کې يې په سلګونو ماینونه شنډ کړي امریکا غږ اشنا راډیو ته ددغو ماینونو په هکله وویل، چې د دې دمخه یې دومره خطرناک ماینونه نه وو لیدلي.

افغانمل وویل، چې په تیرو څلوروکلونو کي يې د کندهار ولایت په پنجوايي ، میوند او ژړۍ ولسوالیو کې په سلګونو ماینونه شنډ کړي، د وسله والو طالبانو د ماینونو له دِغه ډول سره نوی اشنا شوی دی .

د څارن افغانمل د معلوماتو له مخې دغه په لاس جوړ شوي ماینونه د ځمکې له رنګ سره ډير ورته والی لري او په لږ وخت کې د سړک پر هره برخه اېښودل کیدای شي.

په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو له خوا د امونیم نایټریټ کیمیاوي سرې څخه د ماینونو په جوړولو کې د کار د اخیستو له امله د افغانستان پخواني حکومت د دغې سرې په واردولو بندیز لګولی وو چې اوس هم په خپل ځای دی.

خو ددغه بندیز سره سره دا ډول کیمیاوي سره له پاکستان څخه افغانستان ته په پټو لارو راوړل کیږي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه دغه هیواد لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي له خوا په یو وروستي راپور کې د سړک د غاړې ماینونه د ملکي تلفاتو د یو ستر عامل په توګه یاد شوی دی.

کندهار کې جګړه

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک امریکاغږ ته وویل، چې وسله والو طالبانو تیره شپه د بند تیمور په سیمه کي د ملي اوردو او نظم عامه پوليسو پر پوستو ډله ييز بریدونه کړي دي.

د کندهار د والي ویاند وویل، چې دغه ګډې امنیتي پوستې د کندهار – هرات د لويې لارې په اوږدو کې پرتې دي .

خپلواک زیاته کړه چې پدې نښتو کې هم حکومتي لوري ته او هم وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو په دې هکله یې کره شمېره په ډاګه نه کړه.

یوه امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې پدې بریدونو کې ۱۵ تنه د ملي اوردو او نظم عامه سرتیري او ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

وسله والو طالبانو د دې جګړې په اړه رسنیو ته په لیږلي یو بیان کې د ۳۰ تنو حکومتي سرتیرو د وژلوادعا کړې ده.

بلخوا تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۲۰ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او ۶ تنه يې نیول شوي دي.

خپلواک پدې اړه وايي، چې دغه عملیات د ولسوالۍ په زنګي تان سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس شوي او د وسله والو طالبانو هغه ډله چې پر امنیتي پوستو يې د برید هوډ در لود په کې په نښه شوې ده.

خو وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG