د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د هلمند د ګرشک د ولسوالۍ په پوستو برید کړی


د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ ګډه پوله لري چې د کندهار هرات لویه لاره هم له ګرشک څخه تیریږي.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ ګډه پوله لري چې د کندهار هرات لویه لاره هم له ګرشک څخه تیریږي.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې له تیري شپې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او د طالبانو د وسله والو ترمنځ د ادم خان په سیمه کې درنه جګړه پیل شوې چې نن یې هم دوام درلود.

د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان اسماعیل خپلواک امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې په لس ګونو وسله والو طالبانو تیره شپه د ده ادم خان د سیمې پر امنیتي کمربند بریدونه پیل کړه چې د افغان امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول .

ښاغلي خپلواک وویل چې پدې نښته کې تر اوسه شل طالب وسله وال او درې افغان پوليس وژل شوي او شپاړس طالب وسله وال او پنځه اففغان پوليس ټپیان شوي دي.

د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي چې د ۱۱ وژل شویو وسله والو جسدونه لاهم د جګړې په ډګر کې پراته دي.

اسماعیل خپلواک وویل چې وسله والو برید کونکو غوښتل چې د ګرشک ولسوالۍ د امنیتي کمربند په ماتولو سره دغې ولسوالۍ ته ستر امنیتي ګواښ پېښ کړې، خو افغان ځواکونو د طالب وسله والو د دې هڅې مخه ونیوله.

د ګرشک په ګاونډ کې د سنګین ولسوالي له تیري یوې میاشتي راهیسې د سختې جګړې شاهده ده.

په سیمه کې د امنیتي چارو شننونکي په دې باور دي چې دافغان حکومت مخالف وسله وال غواړي د ګرشک ولسوالۍ څخه د کندهار – هرات لويې لارې امنیت د ګواښونو سره مخ کړي.

خپله وسله والو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ د وروستیو نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG