د لاس رسي وړ اتصالات

د موسی کلا مرکز تر اوسه هم د طالبانو په لاس کې دی


افغان چارواکي دا مني چې د هلمند د موسی کلا او نوزاد د ولسوالیو په مرکزونو کې دولتي حاکمیت نه شته
افغان چارواکي دا مني چې د هلمند د موسی کلا او نوزاد د ولسوالیو په مرکزونو کې دولتي حاکمیت نه شته

د هلمند امنیتي چارواکو، د نوم د نه اخیستلو په شرط، امریکاغږ ته وویل چي تراوسه هم د موسی کلا د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دی.

خو دغو چارواکو دا خبره هم وکړه چې امنیتي قواووي د موسی کلا د ولسوالۍ په لنډۍ ناوه سیمه کي ځای پر ځای دي.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ هم له تیرو درو اونیو راهیسې د دولت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده.

د هلمند امنیتي چارواکو ویلي دي چې د ولسوالۍ مرکز يې د عامو خلګو د مرګ ژوبلې د مخنیوۍ لپاره د ولسوالۍ بلې سیمې ته انتقال کړی دی.

چارواکو وویل چې د نوزاد او موسی کلا ولسوالیو د بیرته نیول کیدو لپاره د صفر څلور امید په نوم پوځي عملیات پیل شوي.

پدغو پوځي عملیاتو کي د هرات ظفر قوال اردو ، د کندهار اتل قوال اردو ، د کابل ۱۱۱ فرقه ، د دفاع او داخله وزارتونو او د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه هلمند ته د میوند قوال اردو ملاتړ ته ورغلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ ته وويل چي په سیمه کي د ماینونو ګواښ ډير دی او د عامو خلګو د مرګ ژوبلې د مخنیوۍ لپاره امنیتي قواوو ډير په احتیاط سره ګام اخلي.

د هلمند د ولایتي شورا ریس محمد کریم اتل امریکاغږ ته وويل چي د دولت وسله والو مخالفینو د موسی کلا د ولسوالۍ په ټولو تاسیسات کې ماینونو ښخ کړي دي.

ښاغلي اتل وویل چي په سیمه کي د ماینونو ګواښ ته په کتو باید سیمه لومړی له ماینونو پاکه شي تر څو د عامو خلګو تګ راتګ ته زمینه برابره شي.

ستونزې او تاثیرات

اتل زیاته کړه چي د هلمند په شمالي ولسوالیو کي د عام خلګو ژوند هم له کړاوونو سره مخ دی، د خوراکي توکو، درملو او نوري اړتیاوي يې نه پوره کیږي .

د هلمند د ولایتي شورا غړي وايي چي که پدې ولایت کي د دولت د وسله والو مخالفینو په وړاندې جدي اقدامات و نه شي نو امکان یې شته چې د ګرشک او نادعلي ولسوالۍ هم له ګواښ سره مخامخ شي.

د چهارشنبې په ورځ، د هلمند امنیه قومندان جنرال نبي جان ملاخیل د ولسي مشرانو په یوه غونډه کي وويل چي په دې ولايت کې د ناامنيو او ستونزو اصلي لاملونه له مرکز څخه د وزارتونو او د ملي شورا د استازو په غوښتنه د تپل شويو ملکي او نظامي چارواکو ټاکل دي .

ملاخیل زیاته کړه "ډېرى دغه ډول مسوولين چې د پيسو په وسيله مقررېږي، هغه يا خو بېسواده وي، يا د پيسو د پيدا کېدو په موخه لېږل شوي وي، هغوى ادارې ته ژمن نه وي، پيسې پيداکوي، امر نه مني، په سيمه کې ناامني او فساد ته لاره هواروي او دا کار زموږ لپاره لويه ستونزه ده."

د اروزګان جګړې

د ارزوګان د خاص اروزګان ، شهید حساس او چنارتو په والسوالیو کي د افغان قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ ته وویل چي له غزنې ، زابل او هلمند ولایتونو څخه وسله وال د جګړې لپاره سیمې ته ورغلي دي او له تیرو پنځو ورځو راهیسی په دغو درو ولسوالیو کې نښتې روانې دي.

نایاب زیاته کړه چي د شهید حساس ولسوالی د سراب په سیمه کي د دولت ۱۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د والي ویاند وویل چې پدې نښتو کي دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

نایاب وویل چي د چنارتو ولسوالۍ په یوه سیمه کې پوليسو اوه امنیتي پوستې په موقت ډول خوشي کړي تر څو له ولسوالۍ سره نږدې خپل مرکزونه پیاوړي کړي.

په اروزګان کي د دولت د وسله الو مخالفینو د ځپلو لپاره د جنرال عبدالرازق په مشرۍ تازه قواووي هم رسیدلي او ټاکل شوې چي پدغه ولایت کي پراخ پوځي عملیات پیل شي

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG