د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي طالبان باید د خبرو مخکي اوربند اعلان کړي


박근혜 한국 대통령(가운데)이 26일 국립대전현충원에서 열린 천안함 용사 3주기 추모식에 앞서 희생자들의 묘로 향하고 있다.
박근혜 한국 대통령(가운데)이 26일 국립대전현충원에서 열린 천안함 용사 3주기 추모식에 앞서 희생자들의 묘로 향하고 있다.

اسوشیټیډ پریس خبري آژانس د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ویاند له خولې خبر ورکوي چې طالبان باید مخکي له دې چې په قطر کې د سولې خبري پیل شي اوربند اعلان کړي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي پر دې ټینګار وکړ چې افغان حکومت به هیڅ کله طالبانو ته کومه سیمه پرې نږدي.

ښاغلي فیضي د افغان حکومت دریځ او شرایط څو ورځې وروسته له هغه نه په ډاګه کړ چې طالبانو دا اعلان کړه چې د قطر په پلازمینې دوحا کې به خپل سیاسي دفتر پرانیزي. دا د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو دپاره یو مهم سیاسي ګام ګڼل کېږي.

ښاغلي فیضي نن د دوشنبې په ورځ طلوع نیوس ته وویل چې د افغانانو پرضد دي تشدد ودریږي او د طالبانو له خوا دي اوربند اعلان شي.

نوموړي هغه ادعاګنې بې اساسه وګڼلې چې وايي حکومت ښايي جنوبي، پښتون میښته سیمې طالبانو ته وسپاري ترڅو په بدل کې یې دغه ډله د خپلې لسن کلنې مبارزې نه لاس واخلي.

ایمل فیضي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به هیڅکله هم دغه راز غوښتنه د هیچا له خوا نه و نه مني.

دغه راز فیضي وویل چې اوس لا وختي دی چې قطر ته پلاوی ولېږل شي چې د راتلونکو مزاکراتو په هکله خبري وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي محمد اسماعیل قاسمیار نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د حکومت نه یې غوښتي دي چې ژر تر ژره دي قطر ته د سولې د خبرو دپاره حکومتي پلاوی ولېږي خو فیضي وویل چې تر اوسه لا حکومت په دې هکله پریکړه نه ده کړې چې په فوري توګه قطر ته حکومتي هیت ولیږي.

په داسي حال کې چې د نړیوالو قواوو نه و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیت دلېږد بهیر په جریان کې دی او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به پای ته ورسیږي، نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې د دخیلو خواوو ترمنځ د سولې مزاکرت پیل شي خو واشنګټن پر دې باندي ټینګار کوي چې د هر ډول خبرو او مزاکراتو مشري باید د افغانانو په لاس کې وي.

XS
SM
MD
LG