د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان پاکستاني چارواکو ته: له بې اساسه او پارونکو څرګندونو څخه ډډه وکړئ


په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پټنځایونو د ادعاو په اړه د یو شمېر پاکستاني چارواکو تر څرګندونو وروسته، د طالبانو حکومت پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې ویلي چې له دا ډول څرګندونو څخه ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ناوخته جنورۍ درېیمه (مرغومې ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوی حکومت د پاکستان په ګډون له ټولو هیوادونو سره ښه مناسبات غواړي.

هغه د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې ناسمې او د تاسف وړ بللي او ټينګار یې کړی چې د طالبانو حکومت پر ټولو هغه لارو چارو باور لري چې دې هدف ته د رسېدو لامل کیږي.

مجاهد په دغه اعلامیه کې ویلي: "اسلامي امارت ټوله هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان او هیڅ کوم بل هیواد په وړاندې ونه کارول شي،موږ همدې هدف ته ژمن یو،خو پاکستانی اړخ هم مسئولیت لري چې د وضعیت د کابو کېدو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هيڅ اړخ په ګټه نه ده."

د مجاهد په خبره بې اساسه او پارونکي څرګندونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ لامل کیږي چې د هیڅ لوري په ګټه نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني سیاسي او پوځي مشرانو کمېټې تیره دوشنبه جنوري ۲ (مرغومي۱۲) هوډ څرګند کړی چې هیڅ یو هیواد ته به اجازه ورنکړل شي چې هغو جنګیالیو ته د پټېدو ځای ورکړی چې د پاکستان په خلاف بریدونه کوي.

سره لدې چې د پاکستان د ملي امنیت د کمیټې په اعلان کې د کوم هیواد نوم ندی اخیستل شوی خو پدې هیواد کې د تشدد تازه ډیروالي ته په کتو داسې معلومیږي چې هدف یې افغانستان دی.

د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې دې کمیټې په غونډې کې هوډ څرګند کړ چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره "هیڅ زغم نلري" او دا چې د جنګیالیو په خلاف جګړې کې به د دولت د بشپړ ځواک څخه کار واخیستل شي.

تر هغه مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د ډسمبر ۲۹ مه له ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې که هیواد یې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل شي، اسلام اباد قانوني واک لري چې په افغانستان کې دننه د یاغیانو د پټیدو ځایونو پر ضد اقدام وکړي.

د پاکستان د حکومت د دې اعلان څخه یوازې یوه ورځ وړاندې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې افغانستان بې څښتنه ندی او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دی.

د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت که څه هم د تفاهم له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې، خو د خبرداري په شکل یې ویلي چې "افغانستان بې خاونده نه دی او موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو او له خپل ګران هېواد څخه د دفاع لپاره د هر چا څخه مونږ ښه تجربه لرو."

پر همدې مهال ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی دی چې د دوی حکومت په ټوله سیمه کې د امنیت د ټینګېدو او ثبات غوښتونکي دي او پدې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پر همدې مهال د عزیز معارج په نوم یوه سیاسي کارپوه امریکا غږ ته وویل چې د نړیوالو اصولو مطابق که چیري له یوه هیواد څخه پر بل هیواد برید وشي او تر هغه مخکې له مقدماتي دپلوماتیکو لارو څخه کار نه وي اخیستل شوی، دوهم خپل د خپلې دفاع مشروع حق لري.

ښاغلی معارج په دې باور دی که چیري پاکستان ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان د هغه هیواد لپاره ګواښ دی، باید له افغانستان او نړیوالو بنسټونو سره دپلوماتیکي اړیکي ونیسي او که چیري یې ادعا ثابته کړه، په هغه صورت کې د افغانستان له خاوري څخه د احتمالي برید د دفاع حق لري.

خو دغه سیاسي څېړونکي زیاته کړه: "(پاکستان) غواړي پر طالبانو فشار راوړي تر څو غوښتني یې ومني."

یو بل پوځي کارپوه اسدالله ندیم په دې باور دی چې که چیري تحریک طالبان پاکستان خپل وسله وال فعالیتونه بند نکړي، بېله شکه چې د پاکستان پوځ اقدام کوي او د افغانستان په خاوره کې به د تحریک طالبان پاکستان مرکزونو باندي بریدونه کوي چې د افغانستان طالبان به څه عکس العمل وښيي.

خو ښاغلي ندیم زیاته کړه: "که چیري د افغانستان له طالبانو سره له همغږۍ پرته برید تر سره شي، په راتلوونکي کې به د افغانستان د طالبانو او پاکستان د پوځ ترمنځ روابط خراب شي، او دغه مسله به د افغانستان د طالبانو په زیان تمامه شي، ځکه چې پاکستان د افغانستان په داخل کې استخباراتي شبکې لري."

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې د بریدونو تر سره کېدو په اړه څرګندوني کوي.تر دې مخکې د دغه هیواد د افغانستان په خاوره کې دننه بریدونه کړي دي.

د پاکستان پوځ د پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني په مشرۍ حکومتونو پر مهال هم د افغانستان په یو شمېر ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو راکټي بریدونه کول چې زیات مهال به د دواړو هیوادونو ترمنځ د جګړې لامل شول.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته پاکستان په خوست او کونړ ولایتونو کې یو شمېر هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتل.

له دغو بریدونو یوه اونۍ وروسته، د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد وویل چې د "ملي ګټو" په خاطر بریدونه زغملي دي. مجاهد خبرداری ورکړ چې د دا ډول بریدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

XS
SM
MD
LG