د لاس رسي وړ اتصالات

سمیع الحق د طالبانو د مشر لانجه هواروي


مولانا سمیع الحق
مولانا سمیع الحق

ملا اختر محمد منصور د خیبر پښتونخوا د اکوړې سیمې ته چیري چې مولانا سمیع الحق د دارالعلوم حقانیې په نامه دیني مدرسه چلوي، یو پلاوی لېږلی دی چې د طالبانو په مینځ کې د یووالي د راوستلو په برخه کې مرسته ورسره وکړي او هغه طالب مشران چې د ملا ختر محمد د رهبرۍ سره مخالفت لري، بیعت ته راضي کړي. په دې پلاوي کې ۴۵ کسه دي.

د مولانا سیمع الحق زوی، حامد الحق د امریکا غږ پښتو څانګې سره په مرکې کې ددې لیدو کاتو پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې پلار یې د ملااختر محمد منصور ملاتړ کړی او پر ټولو طالبانو یې غږ کړی دی چې هغه د امیر په توګه ومني.

په عین حال کې سرچینو دا هم ویلي دي چې د ملاجلیل، ملاحسن رحماني او ملا غلام رسول په ګډون یو شمیر نورو طالب مشرانو چې د ملامنصور مخالفه دي د مولانا سمیع الحق سره کتلي دي او هغه ته یې د ملامنصور د ټاکل کېدو په هکله خپلې اندېښنې بیان کړي دي.

اصلي پوښتنه دا ده چې آیا سمیع الحق دومره بانفوذه دی چې طالبان یې په خوله وکړي او ټول د هغه په وینا سره یو شي؟

د رسنیوو ریپوټونه وايي چې د طالبانو نوی مشر ملااختر محمد منصور د مولانا سمیع الحق پر ملاتړ ډډه لګوي او هیله لري چې د نوموړي په مرسته د طالبانو د شورا ناراضه غړي، پخلا کړي.

ویل کیږي چې مولانا سمیع الحق د طالبانو پر ګڼو مشرانو ډیر نفوذ لري او ډیر شمیر طالب مشرانو د هغه په مدرسې کې دیني زده کړې کړي.

د طالبانو اختلافات

د ملا عمر د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته طالبانو څو اعلامیې خپرې کړې او پر دې یې ټینګار وکړ چې د کوټې او پېښور شوراګانو په یوه خوله د ملا عمر ځای ناستی، د هغه مرستیال ملا اختر محمد منصور ټاکلی دی.

خو د ملاعمر د ورور ملاعبدالمنان په ګډون د طالبانو د کوټې د شورا ځينو مشرانو له رسنیو سره په خبرو کې د ملامنصور له ټاکنې سره کلک مخالفت وښود.

پدې لړ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر سیدمحمد طیب آغا له خپلې دندې لاس واخیست او ملامنصور یې په تاریخي تیروتنو تورن کړ. طیب آغا په ځانګړي توګه په پاکستان کې د ملامنصور پر ټاکنې کلکه نیوکه وکړه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانکړي استازي جېمس ډابنز د امریکا غږ پښتو څانګې سره په مرکې کې ویلي چې ملاعمر د طالبانو د تحریک د یووالي یو سمبول و او د هغه د مړینه د خبر خپرېدل به د طالبانو ترمنځ اختلافات ډیر کړي.

د ملا اختر محمد منصور په هکله جیمز ډابنز وايي چې هغه د څو کلونو راهیسې د طالبانو مشري کوي او د هغه په راتګ سره ښايي د طالبانو په منیځ کې داسې خاص بدلون رانشي. هغه وویل "ملامنصور د طالبانو په مینځ کې ډیر با نفوذه کس دی او بې له هغه یې هم د څو کلونو دپاره د طالبانو مشري کړې ده. د هغه راتګ ښايي هیڅ بدلون رانه ولي".

د سولې خبرې

د ملاعمر له مړینې وروسته سملاسي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې په ټپه دریدلي.

طالبان استازو د جون په میاشت کې په اسلام آباد کې د افغان دولت له استازو سره نیغه په نیغه خبرې وکړې.

ټاکل شوې وه چې د خبرو دویم پړاو تیروه اوونۍ په اسلام آباد کې ترسره شوی واې خو افغان او پاکستاني چارواکو وویل چې مذاکرات یې تر ناڅرګندې مودې ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG