د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د یرغمل امریکايي عسکر ویډیو وښوده


Smoke rises from the Iraqi Trade Ministry in Baghdad after it was hit by a missile during a U.S.-led attacks, March 20, 2003.
Smoke rises from the Iraqi Trade Ministry in Baghdad after it was hit by a missile during a U.S.-led attacks, March 20, 2003.

طالبانو نن یو وېډویي فلم وښود چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ ېواځنی نیول شوی عسکر په کې ښکاري.

دغه ویډیو چې نن خپره شوه امرېکایي عسکر بووې برگډل یې وښوده، نوموړی د افغانستان په ختېځ کې طالبانو د ٢٠٠٩ مېلادی کال په جون کې د پکتیکا په ولاېت کې هغه وخت ونېوه د خپلې پوځي اډې نه ووته او لاردکه شو.

یو امرېکایي سازمان، Intel Center چې د طالبانو د مطبوعاتي خپرونو څارنه کوي وایې چې په ویډو کې ېو بل سړی چې د طالبانو یو قوماندان دی هم ښودل شوی دی. دغه قوماندان گواښ کړی وو چې امریکايي عسکر به ووژني.

سږکال د اپرېل د ٧ نېټی نه وروسته دا لومړی ځل دی چې سپاهی برگډېل په یوه ویډو کې ښکاره شوی دی. پروسږکال دوه ځله مخکې هم ښودل شوی و.

له بلی خوا ناټو وايي چې دوه تنه عسکر یې نن د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.

خو ناټو دا ونه ویل چې وژل شوي عسکر د کوم ملک اتباع وو او نه یې په دې باب نور څه تفصیلات ورکړي دي، چې څنگه ووژل شول.

په عېن وخت کې نن د امرېکا د AP خبري اژانس د یوه راپور په اساس د افغانستان د دفاع د وزارت دناټو دهواېې قواو هغه حمله غندلې ده چې د سه شنبې په ورځ یې په لوگر کې وکړه او دوه تنه افغان عسکر یې ووژل او ٣ تنه نور یې زخمیان کړل

ناټو واېې چی په دې اړه به تحقېقات وکړي.

XS
SM
MD
LG