د لاس رسي وړ اتصالات

مولن: لوگر کې د امریکايي عسکرو د خوشې کولو هڅه روانه ده


د امریکا یو ستر پوځي مامور ویلي دي چې په افغانستان کې امریکايي قواوې سختې هلې ځلې کوي تر څو هغه دوه عسکر چې په لوگر کې د جمعې په ورځ ورک شوي دي، پیدا کړي.

د امریکا د لوی درستیزانو مشر امیر البحر مایک مولن په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې د یکشنبې په ورځ خبرې وکړې.

په عین حال کې طالبانو ویلي دي چې دوی یوامریکايي عسکر وژلی او بل یې ورسره بندي دی.

د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې دواړه امریکايي عسکر د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته داخل شوي وو او د ټوپکو په ډزو کې یې یو تن ووژل شو.

اسوشیتډ پرس د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې طالبانو وړاندیز کړی دی چې د عسکر د مړي د تبادلې په مقابل کې ددوی یو شمیر بندیان خوشې شي.

د امریکا د بحري قواوو دغه دوه تنه عسکر د جمعې په ورځ له خپلې اډې نه وتلي وو.

افغان مقاماتو ویلي دي چې دوی یې په داسې حال کې لیدلي دي چې یې د لوگر د څرخ ولسوالی خواته خپله یوه نظامی واسطه چلوله.

محلي راډیو گانو رپوټ ورکړی دی چې امریکا حاضره شوې ده چې شل زره ډالره د هغو معلوماتو لپاره ورکړي چې د دغه امریکایانو په خلاصولو کې گټه وکړي.

امیر البحر مولن وویل، چې دی نه دی خبر چې د دې معلوماتو لپاره انعام ایښودل شوی دی.

تر اوسه پورې په دې تیرو کلونو کې یواځې یو امریکايي عسکر د افغانستان د دولت د مخالفینو لخوا نیول شوی دی.

بووي برگډال پروسږکال د جون په میاشت کې هغه وخت ورک شو چې د پکتیکا په ولایت کې له خپلې قرارگاه نه ددریو افغانانو سره ووت.

پدې وروسته څو ویدیوگانو کې چې د طالبانو په ویب پاڼو کې خپرې شوي دي، ښکاره شوی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې طالبانو د لوګر په ولایت کې دوه آمریکايي عسکر هغه وخت ونیول چې په یوه ملکي موټر کې یې د یوې خطرناکې سیمې پر خوا مزل کاوه

ورځپاڼه لیکي چې د دغو عسکرو د ورکیدو سره، ناټو او آمریکايي قواوو یو لړ پراخ د پلټنې عملیات پیل کړل چې په کښي د هلیکوبترو ګزمې هم شاملې وې. ورځپاڼه لیکي چې قواوو د سیمه ایزې راډیو له لارې داسي اعلانونه خپاره کړل چې هر څوک چې د یادشویو آمریکایانو په باب معلومات راوړي نو ۲۰ زره ډالر به ورته ورکړل شي.

ورځپاڼه د لوګر ولایت د والي د ویاند دین محمد درویش له قوله لیکي چې وايي د شنبې د ورځې تر ماپښین پوري داسي نا تایید شوي رپوټونه خپاره شول چې د دوو یادشویو آمریکایانو نه ښايي یو یې وژل شوی وي او بل یې ژوندی وي.

ورځپاڼه لیکي چې طالبانو ددغو آمریکایانو د نیولو مسولیت په غاړه اخیستی دی خو د درویش له قوله تر اوسه پوری دا لا نه ده معلومه چې د طالبانو غوښتنې څه دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې ددغو دوو آمریکایانو د نیول کیدو خبر په داسي حال کې خپریږي چې د افغانستان په جنوب کې پنځه نور آمریکایان په دوو جلا جلا حملو کې وژل شوي دي. ددغو وژل شویو عسکرو سره روانه میاشت په افغانستان کې د آمریکايي عسکرو تلفات ۵۶ عسکرو ته رسیږي. ورځپاڼه لیکي چې د جولای د میاشتې تلفات د جون د میاشتې تلفاتو ته ځان ورنږدې کوي. د جون په میاشت کې یواځي ۶۰ آمریکايي عسکر په افغانستان کې په بیلابیلو پېښو کې ووژل شول چې په ۹ کلنې جګړې کې دا تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

ورځپاڼه د ورک شویو عسکرو په باب لیکي چې د ناټو عمومي قوماندانۍ د شنبې په ماښام یوه بیانیه خپره کړه او په کې ویل شوي چې د دې دلیل لا نه دی معلوم چې ولي د جمعې په ماښام یادشوي آمریکايي عسکر د خپل نظامي کمپ نه دباندي ووتل نه دا معلومه ده چې دغو عسکرو چیري غوښتل چې ولاړ شي.

ورځپاڼه لیکي چې دغه دوه عسکر د خپل کمپ نه په یوه ملکي زغره لرونکي موټر کې وتلي و او د چرخ په ولسوالۍ کې لیدل شوي دي. د لوګر ولایت د والي ویاند درویش وايي چې دغه سیمه له امنیت له نظره ډيره خطرناکه سیمه ده

ورځپاڼه د سیمه ایزو اوسیدونکو له قوله لیکي چې دوی یادشوي آمریکايي عسکر په یوه زغره لرونکي موټر کې ولیدل چې د سیمه نه د تیریدو په حال کې وو.

XS
SM
MD
LG