د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په کندز کې تنکي ځوانان د ورانکارۍ لپاره تربیه کوي


طالبانو دغه نهه کلن ماشوم د دې لپاره روزلی و چې په کندهار کې ځانمرګی برید وکړي.
طالبانو دغه نهه کلن ماشوم د دې لپاره روزلی و چې په کندهار کې ځانمرګی برید وکړي.

د کندوز د امنیې قوماندان محمد قسم جنګلباغ وايي چې طالبان له تنکیوځوانانو څخه د ماینونو په ځای پر ځای کولو او د مشخصو کسانو په وژلو کې استفاده کوي.

د کندوز د ښار یو شمیر تنکي ځوانان د مخالفو وسله والو له خوا په دې خاطر تربیه شوي دي چې په ښار کې په ګوته شوي خلک ترور کړي، په موټرو پسې مقناطسي ماینونه ونښلوي او یا هم د سرک د غاړې لوی بمونه ځای پر ځای کړي.

د همدغه ډول تنکیو ځوانانو له خوا د کندوز د ښار په بیلا بیلو ځایونو کې بمونه ځای پر ځای شوي چې د پولیسو له خوا خنثی شوي دي. په دې وروستیو ورځو کې دوه تنه تنکي ځوانان د مقناطسي بمونو د ځای پر ځای کولو او پټو وژنو په تور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندان محمد قسیم جنګلباغ وايي چې دغه دوه تنه تنکي ځوانان چې عمرونه یې پنځلس کاله دي د کندوز د ښار اوسیدونکي دي چې د طالبانو د یو تن قوماندان له خوا د دولت پر ضد حملو او چاودنو ته تشویق شوي دي.

جنګلباغ زیاتوي چې یو شمیر تنکیو ځوانانو ته د یوې میاشتې په موده کې د سرک د غاړې د ماین ایښودلو، د مقناطسي بمونو دنښلولو او د نظامي چارواکیو د وژنو تربیه ورکړل شوې چې اوس د کندوز په ښار کې د دولت پر ضد فعالیتونو باندې بوخت دي.

د کندوز د امنیې قوماندان وايي چې د پولیسو له خوا په کندوز کې د طالبانو د روزل شویو تنکیو ځوانانو له ډلې څخه یې دوه تنه نیول شوي دي چې د دریو ماینونو د ځای پر ځای کولو او چاودنو پړه یې منلې ده.

دا چې دغه تنکي ځوانان چیرته او څنګه روزل کیږي محمد قسیم جنګلباغ وايي:

" دغه تنکي ځوانان یوه ډله ده، دوي د چهاردرې په قریه یتیم کې د ماین د چولو او ځای پر ځای کولو زده کړې کړي، او هم یې د سپکې وسلې چلولو زده کړي چې په ښار کې د ګرځیدو پر وخت پولیس او نور مامورین په نښه کړي."

د کندوز د امنیې قوماندان دا ونه ویل چې په ښار کې د طالبانو له خوا د پټو وژنو لپاره تربیه شویو تنکیو ځوانانو شمیر څو تنه دی.

هغه دوه تنه تنکي ځوانان چې د ماینونو د ځای پر ځای کولو په تور نیول شوي دوي هم اقرار کوي چې د یو طالب قوماندان له خوا ورته پیسې ورکول کیدې چې ماینونه ځای پر ځای کړي، یوتن یې ماینونو ته د چاودنې ورکولو نرخ داسې بیانوي:

" زمونږ تعداد زیات دی، په ښار کې ګرځو که چاودنه په هدف ولګیده دوه زره افغانۍ راکوي او که بې ځایه چاودنه وشوه نو پنځه سوه افغانۍ راکوي."

دغه تنکي ځوانان هم وايي چې د کندوز په ښار کې ددوي شمیر زیات دی چې د پټو وژنو او نورو کارونو لپاره د وسله والو طالبانو له خوا تربیه شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په کندوز کې تنکي ځوانان د دولت ضد کړنو په تور نیول کیږي او وايي چې دوي د پنځه سوه افغانیو او یا هم تر دې د زیاتو پیسو لپاره په ښار کې بمونه ځای پر ځای کوي.

XS
SM
MD
LG