د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو خبرداري د کابل خلک ډار کړي


د طالبانو خبرداري د کابل خلک ډار کړي

د طالبانو خبرداري د کابل خلک ډار کړي

په کابل ښار کی تر نورو تیرو ورځو لږه ګڼه ګوڼه لیدل کیږي. ښاریان د خپلو ورځنیو چارو د تر سره کولو لپاره ها خوا دیخوا تګ راتګ کوي خو د ډیرو په سترګو کې یو تریخ او ناغوښتی انتظار هم لیدل کیږي ته به وایې هغه څه ته انتظار کوي چې هیله یې نه لري خو مجبور دي ورسره مخامخ شي او ناوړه پایلې یی باید وزغمي.

ددې ټولو وجه د طالبانو هغه خبرداری دی چې پکې خلکو ته ګواښ شوی که چیری د ځانونو خوندیتوب غواړي نو دولتي او پوځي تاسیساتو ته دې نه نږدې کیږي، د سولې عالي شورا او د پارلمان غړو سره دې اړیکی نه ساتي او بهرنیو پوځیانو او ددو ی له اډو نه دې ځان لیرې ساتي. ځکه دا کسان او تاسیسات د طالبانو تر ګواښ لاندې دي او نن وي که سبا دوی به د ځانمرګو بریدونو هدف ګرځوي.

د افغان دولت مخالفو ځواکونو ګواښ کړی چې د روانی میلادی میاشتی د لومړی نیته ها خوا به د هیواد په بیلابیلو برخو کی خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

دې کار د کابل ښاریانو ته اندیښنې ور اچولي او خپلې ورځنۍ چارې په ډیرې ویرې او ترهې سره تر سره کوي .

د افغانستان د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې وایي ددې ډول ګواښونو نه د مخالفو ځواکونو موخه تبلیغاتي ګټه اخیستنه ده. دوی وایي د دښمن د بریدونو د شنډولو توان لري.

د طالبانو خبرداري د کابل خلک ډار کړي

د طالبانو خبرداري د کابل خلک ډار کړي

مخالفو ځواکونو ادعا کړې چې بریدونه به د (بدر) د عملیاتو تر نامه لاندې د روانې میلادي میاشتې د لومړۍ نیټې نه پیلوي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، طالب او ترهګر ځواکونه ددې ویروونکو ګواښونو نه تبلیغاتي ګټې پورته کوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي لکه د تیر په شان د موسم په ګرمیدو سره د طالبانو بریدونه او جګړی زور مومي او دوی ته دا هم جوته ده چی راوان کال به دا بریدونه تر تیر لا زورور وي.

افغان او نړیوالو امنیتي چارواکو لا دمخه وړاندوینه کړې وه چی ۱۳۹۰ کال به د افغانانو او په دی هیواد کی د میشتو بهرنیانو لپاره یو خونړی کال وي ځکه په روان کال کې د افغانستان د امنیت ساتنې مسولیت افغانانو ته سپارل کیږي. نو طالبانو چې ددوی په وینا یې د مخامخ جګړو توان بایللی دی ځانمرګو بریدونو، ماینونو او د بمونو د ښخولو ته مخه کوي.

سره له دې چې افغان امنیتي چارواکو په دې وینا سره خلکو ته ددوی د خوندیتوب په هکله ډاډ ورکړی خو خلک وایي ډاډه ندي چې پوځیان او امنیتي ځواکونه دې دا توان ولري چې د دښمن بریدونه شنډ کړي.

دوی وایي وروستیو پیښو دوی ته دا جوته کړې چې افغان امنیتي پوځ د مخالفینو د ځانمرګو بریدونو په شنډولو کې پاتې راځي او دا عام وګړي دي چې په دې بریدونو کې قرباني کیږي.

XS
SM
MD
LG