د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار- لښکرګاه په لاره موټرچلوونکو ته د طالبانو خبرداری


د تیرې یوې اونۍ راهیسې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د هلمند ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی دی.
د تیرې یوې اونۍ راهیسې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د هلمند ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی دی.

طالبانو د کندهار- لښکرګاه په لویه لاره موټر چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې د پنچشنبې ترورځې دې په دغه لاره د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

نن سهار پردغه لاره د جګړې له کبله د نیمروز او د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه تر ۲۵ زیات مسافر وړونکې ۳۰۳ بسونه بیرته ګرځيدلي او سفر يې نیمګړی پرې اېښی دی .

د سیمې اوسیدونکي وایي، وسله والو طالبانو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د کندهار – لښکرګاه پر لویه لاریو شمیر پلچکونه نړولي او سړک ځني برخې یې هم تخریب کړي دي.

پر دغه لاره یو مشیر موټرچلوونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالبانو ورته خبرداری ور کړی چې تر را تلونکې پنجشنبې ورځې پورې دې پر دغه لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي .

پر دغه لار د نیمروز او هلمند ولایتونو مسافر کندهار ، هرات او کابل ته تګ راتګ کوي .

ځايي خلک وايي، چې له پرون ورځې راهیسې وسله طالبانو د نهرسراج ولسوالۍ د پوپلزو ښاخ په سیمه کې د لويې لارې ګڼ پلچکونه نړولي اود قیرسړک ځني برخې یې تخریب کړي دي .

د هلمند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې د کندهار – هلمند ترمنځ د نښلونکې لارې پر سر د نویو امنيتي پېښو د لمنځه وړلو لپاره دوی له امنیتي کسانو څخه د بیړنیو ګامونو د پورته کولو غووښتنه کړې ده .

د کندهار او لښکرګاه ترمنځ د ټکسي موټر چلونکي وايي چې وسله والو طالبانو په سیمه کې لیکلي پاڼې ور کړي چې په کې ویل شوي چې تر راتلونکي پنجشنبې پورې يې ټولو موټر چلونکو او مسافرو ته پر دغه لار د نه تګ ګواښ کړی دی.

د کندهار د پوليسو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل، چې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د کندهار – لښکرګاه د لويې لارې دخلاصون عملیاتو ته له کندهار څخه ضربتي او ځانګړي ځواکونه د رسیدو په حال کې دي، چې ورسره کیدای شي په سیمه کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پيل شي .

د بلې خوا د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د نادعلي ولسوالۍ په چانجیر او نو اباد سیمو او د لښکرګاه ښار په څلورمه حوزه باباجي سیمه کي نړیوالو ځواکونو له تیري شپې راهیسې د وسله والو طالبانو پرمرچلو هوايي بریدونه تر سره کړي دي .

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ ته وويل، چې نړیوالو او افغان ځواکونو هوايي بریدونه کړي خو دې د اوښتو تلفاتو په اړه يې دقیق معلومات نلري .

نوموړي زیاته کړه چې د چا انجیر په سیمه کي نظامي عملیات دوام لري او تیره شپه ځانګړي ځواکونه د چاانجیر څلور لاري ته رسیدلي .

خو د هلمند د پولیسو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وویل چي تیر ماخستن د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کي د چانجیر په سیمه کې ۵۷ وسله وال د باباجی په سیمه کې ۳۶ وسله وال او د نادعلي په نو اباد سیمه کې ۱۳ وسله طالبان وژل شوي .

وسله والو طالبانو د هلمند د ننیو تازه پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

خو د دغې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې د کندز د امام صاحب او د بدخشان د راغستان په ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د تیرې ورځې د جګړو خبرو ورکړی او ویلي دي چې د کندز د امام صاحب په جګړو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو څخه نهه امنیتي پوستې نیولي دي.

افغان امنیتي ځواکونو لا تراوسه د کندز د امام صاحب د ولسوالۍ او د بدخشان د راغستان د ولسوالۍ د تازه نښتو په باب څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG