د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د نورستان د وېګل ولسوالي ونیوله


طالبانو د نورستان د وېګل ولسوالي ونیوله

طالبانو د نورستان د وېګل ولسوالي ونیوله

د نورستان د ولایت پولیس وايي طالبانو دغه ولسوالي چې د پاکستان سرحد سره نېژدې پرته نیولې ده. د نورستان امنیه قوماندان شمس الرحمن وویل چې تقریبا درې سوه یاغیانو د وېگل پر ولسوالۍ باندې د سه شنبې په ورځ سهار د وخته برید وکړ. هغه وویل چې ددغه ځای پولیس په شا ولاړل او په نتیجه کې ځاني تلفات پیښ نشول.

د نورستان امنیه قومندان دا هم وايي پولیسو ځکه له ځاني تلفاتو نه پرته ولسوالي پرېښوده چې شمېر یې لږ و، خو د بیا نیولو لپاره به یې ځان چمتو کوي. وسله والو طالبانو لا له وړاندې د ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی و.

که څه هم د نورستان امنیه قوماندان وايي د ولسوالۍ د نیولو پروخت شاوخوا ۱۰۰ پولیس په ولسوالۍ کې وو خو داسې ښکاري چې د پولیسو د کموالي له امله دغه ولسوالي طالبانو په اسانۍ نیولې وي.

طالبانو ، دغی ولسوالۍ د نیولو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د 'وانټ وایګل' ولسوالي په داسې وخت کی طآلبانو نېولې ده چې تر دې مخکې یې په گاونډي ولاېت کونړ کې ۵۰ تنه پولېس برمته کړي وو. په دې کې د ځايی پولېسو منصبداران هم شامل وو. د امنیې قومندان خلیل الله َضیایي، وویل دغه مامورین د څلورو موټرو په هغه کاروان کې وو، چې د چپې درې په ولسوالې کې روان و. ده وویل کومو کسانو چې دغه پنځوس تنه یې تښتولي دي، وسله یې نه درلوده.

نور تفصېل :

همدارنگه طالبانو د هغه برید مسوولیت هم په غاړه اخېستی دی چې د تیرې یکشنبی په ورځ یې د بیا رغونی پر ېوې کمپنی باندی د پکتیکا د برملې په ولسوالۍ کې وکړ. رپوټ وايی دغه برید یوه ځانمرګي بم چوونکي کړی و او لږ تر لږه 24 کسه یې د ځان سره ووژل او ٥٠ کسه نور یې زخمي کړل.

دافغانستان دکورنېو چارو وزارت ووېل چې دری ځان مرگو برېد کوونکېو ېو ساتونکی وواژه او ودانی ته ننوتل او هلته ېې ېوه لارۍ چې له چاودونکېو موادونه ډکه وچوله. د پکتیکا د ولایت نطاق وویل چې په چاودنې کې ملکي کارگران ووژل شول.

دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزی او ناټو په گډه دغه برید محکوم کړیدی او وحشتناک یې بللی دی.

XS
SM
MD
LG