د لاس رسي وړ اتصالات

خبري اترې: آیا د ځوانانو خارج ته تګ د ژوند په بیه ارزي؟


خبري اترې: آیا د ځوانانو خارج ته تګ د ژوند په بیه ارزي؟

خبري اترې: آیا د ځوانانو خارج ته تګ د ژوند په بیه ارزي؟

په افغانستان کې د زیات شمیر ځوانانو دپاره دا یوه هیله ده چې د هرې لارې نه چې امکان ولري، لویدیځ او نورو ملکونو ته مهاجرت وکړي او د دوي په وینا هوسا ژوند پیل کړي.

په دې مزل کې دوي د ډیرو سختیو او دربدریو سره مخامخېږي. ځیني یې په اوبو کې ډوب شي، ځیني یې په ګاونډیو هیوادونو کې د سرحدي ځواکونو له خوا وزورول شي او تر دې چې ووژل شي او ځیني نور یې چې ځانونه هم ورسوي، د مهاجرت په جنجالونو کې کلونو پر تیر شي ترڅو د یوه نسبتا هوسا او سوکاله ژوند خاوندان شي.

آیا دا ټولې دربدرۍ ، ستونزې او مشکلات په دې ارزي چې یو ځوان خپل ټوله کورنۍ، خپلوان او ټولنه پرېږدي او بل ملک ته مهاجرت وکړي، په داسي حال کې چې په ملک کې د ورځې په تیریدو سره امکانات زیاتیږي او د ورځې په تیریدو سره ملک ځوانې او تکړه قوې ته ضرورت پیدا کوي ترڅو د بیارغونې او ښه راتلونکې په برخو کې ځوانان پوره ونډه واخلي.

د نن ماښام د خبرو اترو په خپرونه کې مو پر همدغې موضوع باندي د خپلو میلمنو سره بحث وکړ.

دا چي څه لاملونه افغان ځوانان ودې کار ته هڅوي په خپرونه کې پرې پراخ بحث وشو.

زمونږ سره په خپرونه کې میلمانه وو: د افغانستان د کار او ټولنیزو خدماتو د وزارت ویاند او سلاکار فرید راید، د عمر بابا د مرستندویې ټولنې موسس او یو افغان فعال ځوان ایمل عشرتي امرخیل او د آمریکا د ویرجینیا د ایالت نه یو افغان ځوان شفیق کا کړ صاحب .

د خپرونې میلمنو پر دې بحث وکړ چې دغه ځوانان د کومو ستونزو او خطراتو سره مخامخېږي کله چې د افغانستان نه د مهاجرت نیت تړي او دغه راز کوم سیاسي، ټولنیز او اقتصادي عوامل دي چې دوي خپله راتلونکې د ملک نه په دباندي کې ښه ویني.

د دې ټولو بحثونو وروسته یوه پوښتنه دا مطرح کېږي چې آیا دا په دې ارزي چې یو ځوان خپل ژوند او ملک په یوه حساس وخت کې چې بیارغونې او د ځوانانو تعهد ته تر پخوا ډیر زیات ضرورت سته پرېږدي اوځان خطر ته ورکړي چې وده، زه خارج ته ځم.

ملک دغو ځوانانو ته په اوسنیو شرایطو کې ضرورت لري او د دوی حضور د یوې فعالې او زحمت کښه قوې په توګه په ملک کې خورا زیات مثبت بدلون رامنځ ته کولای شي.

زمونږ خپرونه د واشنګټن نه په مستقیمه بڼه د حسیب الکوزي په کوربه توب خپره شوه.

پشپړ بحث لاندې اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG