د لاس رسي وړ اتصالات

خبري اترې: بریتانیا په افغانستان کې سیاسي حل غواړي


خبري اترې: بریتانیا په افغانستان کې سیاسي حل غواړي

خبري اترې: بریتانیا په افغانستان کې سیاسي حل غواړي

د بریتانیا د پارلمان د خارجي اړیکو جرګه ګۍ په افغانستان کې د ناټو پر تګلارې باندي نیوکه کړې او وايي چې د افغانستان ستونزې ته حل باید د سیاسي لارې نه رامنځ ته شي نه د نظامي لارې نه.

د آمریکا غږ آشنا راډیو د خبرو اترو په خپرونه کې مو

د افغانستان او بریتانیا پر اړیکو باندي او دغه هیواد ته د جمهور ریْس حامد کرزي پر سفر باندي بحث وکړ.

جمهور ریْس حامد کرزیْ بریتانیې ته په یوه حساس وخت کې سفر وکړ. له یوې خوا نه د ۲۰۱۴ کال نیټه په مخ کې ده چې تر دغې نېټې پوري باید افغان امنیتي ځواکونه په ټول افغانستان کې د امنیت د چارو مسولیت په غاړه واخلي، د بلي خوا نه د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو خبره ده چې په مطبوعاتو کې یې سرلیکونه جوړ کړي دي دا چي دا دواړې موضوګانې به څنګه پرمختګ وکړي د خبرو اترو په خپرونه کې مو د خپلو میلمنو سره پرې بحث وکړ.

زمونږ سره په خپرونه کې میلمانه وو: په لندن کې میشت افغان کارپوه صلاح الدین سعیدي او د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز ریْس غفور لیوال

د یادونې وړ ده چې جمهور ریْس حامد کرزیْ په داسي حال کې لندن ته په سفر تللی چې په بریتانیې کې عام خلګ د افغانستان د ماموریت سره د ورځې په تیریدو سره نارضایت پیدا کوي او د بریتانیې نظامي حضور په افغانستان کې تر پوښتنې لاندي راولي.

ټاکل شوې چې د بریتانیې د پارلمان د خارجي اړیکو جرګه ګۍ د افغانستان په باب خپل هغه ریپوټ خپور کړي چې د تیرو ۷ میاشتو نه پرې کار کوي او ویل کېږي چې په دې ریپوټ کې په افغانستان کې د ناټو پر تګلارې باندي نیوکه شوې ده.

د خبرو اترو په خپرونه کې پر دې مسلې باندي او دا چي د بریتانیې د پالیسۍ په باب په افغانستان کې د عوامو خلګو نظر څه دی او دغه راز د عینی پالیسۍ په باب په بریتانیا کې د عوامو خلګو نظر څه دی، بحث وشو.

د طالبانو سره د مذاکراتو مسله د جمهور ریْس حامد کرزي په اجنډا کې یوه مهمه مسله وه .دا چي تر حده پوري د طالبانو سره د سولې خبري امکان ولري او څه ډول به وشي پر دې باندي مو هم د قدرمنو میلمنو سره بحث وکړ.

همداشان د سیمې هیوادونه په خاصه توګه پاکستان به د سولې په دې بهیر کې څه ونډه ولري او آیا هغه آوازې او ادعاګانې رېښتیا دي چې طالبان په مستقله توګه مذاکرات نشي کولای او د پاکستان استخباراتي حلقه پرې نفوذ لري پر دې باندي هم بحث وشو.

زمونږ خپرونه د واشنګټن نه په مستقیمه بڼه د حسیب الکوزي په کوربه توب خپره شوه.

بشپړه موضوع لاندي اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG